دکندهاردشيرزي دفوټبال ټيم دفراه پرټيم بريالي شو
دکندهاردشيرزي دفوټبال ټيم دفراه پرټيم بريالي شو
دکندهار ولايت ورزشي آمر احمدالله ګلالي باختر اژانس ته وويل : دفوټبال په هغې لوبه کې چې پرون مازيگر دکندهار دشيرزي اودفراه دفوټبال دټيمونو ترمنځ وشوه دکندهار دشيرزي ټيم دوو په مقابل کې په دريو سره دفراه ټيم ته ماتي ورکړه.
دخبرځاى دځرگندونوله مخې دفوټبال دغه سيالۍ دکندهار ولايت دفوټبال دمشهور لوبغاړي علم پايندپه ياد دفراه اوکندهار ولايتونو اودچمن دسيمې دفوټبال دټيمونو ترمنځ دشپږو ورځو لپاره پيل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې :
دهرات ولايت دفوټبال دغوره ټيمونوسيالۍ نن په يوې لوبي سره دوام وکړ.
په دې لوبه کې چې نن سهار دهرات ولايت په ورزشي لوبغالي کي ترسره شوه
درازي ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دهدف ټيم ته ماتي ورکړه.
دهرات ولايت ورزشي آمر عبدالقيوم جامي باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ دهرات ولايت دفوټبال دلسو غوره ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي .
دا ليكنه و ارزوئ


تبصرې (0 خپرې شوې):
خپل نظر وليكئ