دښځو فرهنګي مرکز پرانستل شو
دپکتيا ولايت دښځو دفرهنګي مرکز ودانۍ نن ددغه ولايت دوالي له خوا پرانستل شوه.
دپکتيادوالي ويندوى روح الله سمون باختراژانس ته وويل ،دغه ودانۍ دامريکا دبيارغونې دولايتي ټيم په مرسته دڅلورو شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لگښت جوړه شوې ده .
دپکتياوالي ډگر جنرال جمعه خان همدرد ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې دغه اقدام ددغه ولايت دښځو دفرهنګي ودې په لاره کې گټور ګام وباله او په دې برخه کې يې دبيا رغونې دولايتي ټيم څخه مننه وکړه.
دا ليكنه و ارزوئ


تبصرې (0 خپرې شوې):
خپل نظر وليكئ