دځوانانو معينيت اودناروي دهيا ت ترمنځ دهمکاري تړون لاسليک شو
دځوانانو دتعليمي پروگرامونو دپروژې تړون نن د اطلاعاتو اوفرهنگ دوزير ډاکترسيدمخدوم په وړاندې ددغه وزارت دځوانانو دچارو دمعين او دمهاجرينولپاره دناروي دهيئت دموسسې دمسوول له خوا لاسليک شو.
دځوانانو دتعليمي پروگرامونو دپروژې تړون نن د اطلاعاتو اوفرهنگ دوزير ډاکترسيدمخدوم په وړاندې ددغه وزارت دځوانانو دچارو دمعين او دمهاجرينولپاره دناروي دهيئت دموسسې دمسوول له خوا لاسليک شو. دباختراژانس دخبرله مخې : ددغه قراردادله مخې تر ٢٠١١ ميلادي کال پورې له څوارلس کلني څخه تر ٢٥ کلني پورې دنجونو اوهلکانوپه گډون يوسلو پنځوس زره تنه ځوانان دکارد بازار داړتيا په پام کې نيولوسره په بيلابيلو حرفو کې درسمي اوخصوصي سکتور له لارې وروزي . دغه پروژه به په لومړي ګام کې په ننگرهار ،بلخ ، سرپل ،.فارياب ، کندزاو دهرات په ولايتونو کې تطبيق شي او ددغه تړون له مخې زياته گټه به راستنيدونکي اوبي ځايه شوي اودسيمې ځوانان ترلاسه کړي . داطلاعاتو اوفرهنگ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په خپلو خبرو کې له افغان ځوانانوسره دمرستې په خاطر دناروي هيئت دهمکاريوله امله قدرداني وکړه او يادونه يې وکړه چې زموږ نارويژي دوستان په خاصې مينې سره حاضرشوي دي زموږ له ځوانانوسره مرسته وکړي. اوهغه قشر ته چې دنورو ځوانانو په پرتله يې په رښتينې ډول زيان ليدلي دي دزده کړې ،کارموندلو اوظرفيت لوړولو زمينې برابري کړي . دغه تړون داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دځوانانو دچارو معين تيمورشاه اسحق زي اودمهاجرينو لپاره دناروي هيئت دموسسې مسوول لاسليک کړ.دا ليكنه و ارزوئ


تبصرې (0 خپرې شوې):
خپل نظر وليكئ