دهيواد دڅلورو علمي ، ادبي اوفرهنگي شخصيتونو د درناوي سيمينار پاى ته ورسيد
داستادخليل الله خليلي ، عايشې دراني و استادګل پاچا الفت اواستادعبدالرحمن پژواک دفرهنګي او ادبي کارناموددرناوي سيمينار چې دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړشوي و نن پاى ته ورسيد.
داستادخليل الله خليلي ، عايشې دراني و استادګل پاچا الفت اواستادعبدالرحمن پژواک دفرهنګي او ادبي کارناموددرناوي سيمينار چې دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړشوي و نن پاى ته ورسيد. دکابل ولايت دفرهنگي کميټې سکرتراوددارالانشا مسوول انجينرمطيع الله خروټي باختراژانس ته وويل دغه سيمينار ديو شميرشاعرانو ، ليکوالو ، پوهانو او ځينو دولتي چارواکو او دپارلمان دغړو په ګډون دکابل ولايت دفرهنګي کميټې له خوا جوړشوي و . دغه راز په دې سيمينارکې دکابل والي ډاکتر ذبيح الله مجددي دسيمينار دجوړونکودستاينې په ترڅ کې دګل پاچا الفت دعلمي اوفرهنګي شخصيت او ژوندليک په باب خبرې وکړې . دسيمينار په پاى کې دکابل ولايت دفرهنګي کميټې دخپرونې د (کابل هنداره ) مجلې لومړي گڼه داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت اوعلومواکاډمي له خوا ورکړل شوي کتابونه دسيمينار په برخه والو وويشل شول.دا ليكنه و ارزوئ


تبصرې (0 خپرې شوې):
خپل نظر وليكئ