مرکزي بانک ديرش مليونه ډالره ليلاموي
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې اړونددمرکزي بانک په خبرپانه کې ليکل شوى دى
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې اړونددمرکزي بانک په خبرپانه کې ليکل شوى دى ، دافغانستان بانک دروان کال دزمري دمياشتې په نهمه اودوولسمه دشنبې او سه شنبې د ورځو په داوطلبيو کې ديرش مليونه امريکايي ډالره د ليلام په ډول پلوري . هغوټولوصرافانو ته چې د اعتبار وړ جواز ليک لري او لس زره امريکايي ډالره يې پخوا دامانت په ډول دافغانستان بانک د بازار دعملياتو په لوي مديريت کې تحويل کړي وي بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيو کې دى ګډون وکړي . له ټولو صرافانو څخه هيله شوې ده چې دداوطلبي فورمې دروان کال دزمري دمياشتې په نهمه اودوولسمه نيټه دشنبې او سه شنبې په ورځو د بازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي . دغه راز له صرافانو څخه هيله شوې ده چې د ١٣٨٩ کال دزمري دمياشتې دنهمي اودوولسمې نيټې د شنبې او سه شنبې دورځو له غرمې مخکې په نهو بجو دافغانستان بانک ته حاضر شي او خپل افرونه دې دنوي فورمې په ترڅ کې د همدغو ورځو له غرمې مخکې تر نهو بجو پوري دافغانستان بانک د بازار دعملياتو لوي مديريت ته وسپاري . دداوطلبي ټولې فورمې د دداوطلبي د ورځو له غرمي مخکې په نهو بجو او ديرشو دقيقو لوستل کيږي . هغو صرافانو ته چې تر اوسه پوري يې لس زره امريکايي ډالره دامانت په حساب نه دي تحويل کړي خبر ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيو کې دګډون لپاره دې لس زره امريکايي ډالره دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوي مديريت کې دخپل امانت په حساب تحويل کړي .دا ليكنه و ارزوئ


تبصرې (0 خپرې شوې):
خپل نظر وليكئ