باختر خبری اژانس - دسيلا وونو درا وتلو له ا مله دولس تنه وژل شوي او زيات مالي تاوانونه يې اړولى دي
كورپاڼه | ټولنيز | دسيلا وونو درا وتلو له ا مله دولس تنه وژل شوي او زيات مالي تاوانونه يې اړولى دي

دسيلا وونو درا وتلو له ا مله دولس تنه وژل شوي او زيات مالي تاوانونه يې اړولى دي

د ليكبڼې اندازه: Decrease font Enlarge font
دلو ګر په ولايت کې دسيلاوونو درا وتلو له ا مله دولس تنه وژل شوي او په سلګو نو جريبه زرا عتي ځمکه ويجاړه شوې ده . دلو ګر د والي ويندوى دين محمد درويش باخترا ژانس ته وويل: دلو ګرولايت د محمداغې ، څرخ ،ازرې ، خروار ، بره کې برک په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې په تيرو دوو ورځو کې دسختو اورښتو نو په تعقيب اود سيلاونو درا وتلو له ا مله دولس تنه وژل شوي نږدى يو زرو اته سوه زرا عتي جريبه ځمکه ،نهه پنځوس بڼو ڼه اود استو ګنې يوويشت کورنه او يوويشت دوکا نو نه ويجاړ شوي اودوه سوه شپيته څاروي او يوه ا ندا زه زرا عتي محصولات هم له منځه تللي دي . دلو ګر د والي د ويندوى دڅرګند ونو له مخې دلودين فونديشن موسسې له خوا له زيانمنو شويويو سلو شپيته کورنيوسره ديوي اندازې وريجى ، لو بيا ، غوړى او ترپالونو مرسته شوي ده خو دغه مرسته کا في نه ده . ده زيا ته کړه دبيړ نيو حالاتو د کميټې له خوا درامنځته شويو تا وا نو نو دتثبيتولو په مقصد يو هييت مو ظف شوى دى .

تبصرې (0 خپرې شوې):

خپل نظر وليكئ comment

Please enter the code you see in the image:

  • email ملگري ته لېږل
  • print چاپي بڼه
  • Plain text ساده ليكل (پرته له انځورونو)
نښې
دا ليكنه نښې نه لري
دا ليكنه و ارزوئ
0