باختر خبری اژانس - د کرنې او مالداري وزارت نن له يو امريکايي شرکت سره تړون لاسليک کړ
كورپاڼه | اقتصادی | د کرنې او مالداري وزارت نن له يو امريکايي شرکت سره تړون لاسليک کړ

د کرنې او مالداري وزارت نن له يو امريکايي شرکت سره تړون لاسليک کړ

د ليكبڼې اندازه: Decrease font Enlarge font
په داسې حال کې چې نن دکوپراتيفونو نړيواله ورځ نمانځل کېږي دکرنې او اوبو لګولو وزارت نن دامريکا له فولک انترنشتل موسسې سره يو تړون لاسليک کړ چې دهغه له مخې به په کابل، پروان او کاپيسا کې دبڼوالې د کوپراتيفونو د پياوړتيا په لاره کې يو لړ ګامونه واخستل شي . دباختر اژانس دخبر له مخې، ددغه موافقه ليک کلي ارزښت شپږ اعشاريه څلورو مليونو يورو ته رسيږي چې دفرانسې ددولت له خوا ورکول کېږي او دفولک انترنشنل موسسې له خوا عملي کېږي . دکرنې او اوبو لګولو وزير محمد اصف رحيمي نن ددغه تړون دلاسليک کولو په وخت کې وويل تر دغې پروژې لاندې لومړي به په دغودريو ولايتونوکې د څلويښتو کوپراتيفونو دظرفيتي اړتياو څيړنه وشي . دغه کوپراتيفونه به خپل کاري پروګرامونه طرحه کړي او دکوپراتيفونو غړي به وروزل شي او ښځو ته د پور ورکولو صندوق جوړيږي . دکرنې او اوبو لګولو دوزير د څرګندونو له مخې دکوپراتيفونو دپياوړتيا پروژه په دوه زره شپږ ميلادي کال کې جوړه شوې ده چې سرله نن څخه عملي کېږي او تر راتلونکو څلورو کلونو پورې بشپړيږي . دغه پروګرام په دغو دريو ولايتونو پورې محدود نه پاتې کېږي بلکې نورو ولايتونو اوولسواليو ته هم پراختيا مومي .

تبصرې (0 خپرې شوې):

خپل نظر وليكئ comment

Please enter the code you see in the image:

  • email ملگري ته لېږل
  • print چاپي بڼه
  • Plain text ساده ليكل (پرته له انځورونو)
نښې
دا ليكنه نښې نه لري
دا ليكنه و ارزوئ
0