باختر خبری اژانس - په کندز کې عمليات پاى ته ورسيدل
كورپاڼه | امنيتی | په کندز کې عمليات پاى ته ورسيدل

په کندز کې عمليات پاى ته ورسيدل

د ليكبڼې اندازه: Decrease font Enlarge font
دکندز ښار په شاوخوا کې دامنيتي ځواکونو عمليات چې دوه ورځې مخکې پيل شوي و دڅلورو تنو وسله والو مخالفينو په وژل کېدو سره نن سهار پاى ته ورسيده . دکندز دپيارغاونې دولايتي ټيم خبرځايونو تاييد کړه چې په دغو عملياتو کې څلور تنه الماني عسکر يو څه ټپي شوي دي او درې پوځي وسايط يو ځه زيانمن شوي دي . دباختر اژانس دخبر له مخې، دکندز دبيا رغاونې دولايتي ټيم ويندوى ډګرمن ويبر رسنيو ته ويلي دي چې عمليات دکندز ښار ته ځيرمه دګل تيپي ، زر خريد او شرکت باغ په سيمو کې چې دوه ورځې مخکې پيل شوي دي دوام لري او عمليات دافغان عسکرو له خوا دالماني او امريکايي عسکرو په ګډون پرمخ بيول کېږي . ګل تيپه دبهرنيو جګړه مارانو دفعاليت د مرکز په توګه بلل کېږي . ويل شوي دي په کندز کې وروستۍ عمليات هوايي ملاتړ له ځان سره لري او دوسله والو جګړه مارانو يوه شل کسيزه ډله چې په زرخريد سيمه کې ليدل شوې وه تښتيدلې ده . دګرمن ويبر زياته کړه چې دوى غواړي دسيمې دمشرانو په مرسته په دغه ځاى کې دجګړه مارانو دبيا نفوذ مخه ونيسي . دکندز والي انجنير محمد عمر دباختر اژانس خبريال ته وويل دغه عمليات له دوو ورځو وروسته ټاکلو هدفونو ته په رسيدو سره نن پاى ته ورسيدل او په دغو عملياتو کې څلور تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او درې تنه نور يې ټپي شوي دي .

تبصرې (0 خپرې شوې):

خپل نظر وليكئ comment

Please enter the code you see in the image:

  • email ملگري ته لېږل
  • print چاپي بڼه
  • Plain text ساده ليكل (پرته له انځورونو)
نښې
دا ليكنه نښې نه لري
دا ليكنه و ارزوئ
0