باختر خبری اژانس - دافغانستان داسلامي جمهوريت دسلاکارانواو د سلاکارو وزيران نوبتي غونډه جوړه شوه
كورپاڼه | سياسي | دافغانستان داسلامي جمهوريت دسلاکارانواو د سلاکارو وزيران نوبتي غونډه جوړه شوه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دسلاکارانواو د سلاکارو وزيران نوبتي غونډه جوړه شوه

د ليكبڼې اندازه: Decrease font Enlarge font
image

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور ريس حامدکرزي په مشري دسلاکارانو او د سلاکارو وزيرانو نوبتي غونډه نن د شنبي په ورځ دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه .

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور ريس حامدکرزي په مشري دسلاکارانو او د سلاکارو وزيرانو نوبتي غونډه نن د شنبي په ورځ دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه . سلاکارو وزيرانو په برياليتوب سره دسولي دملي مشورتيجرګي او دکابل دنړيوال کنفرانس دجوړيدو له امله دخوښي په څرګندولو سره ددواړو غونډو جوړيدل دافغانستان خلکو ته ستر برياليتوب وباله . په همدي ترتيب په دي غونډه کې رسنيو ته له تروريزم سره دجګړي په باب دامريکا د اردو دپټو سندونو دوتلو په باب خبري وشوي . په غونډه کې وويل شول دهغو پټو رپوټونو او سندونو خپريدو چې دويکې ليکس په نامه دغير دولتي امريکايي مرکز له خوا افشا شوي دي دافغانستان خلکو ته دغه اساسي پوښتنه پيداکړي ده چې ولي په کلونو کلونوکې دافغانستان دحکومت اوخلکو له غوښتنو سره سره دتروريستانو پټنځايونو دتمويلولو او دروزني مرکزونو ته هيڅ راز پاملرنه نه کېده په دي غونډه کې له جمهور رييس څخه وغوښتل شول چې له نړيوالي ټولني سره په خبرو کې لهتروريزم سره دمبارزي لاره بدله شي او دتروريستانو پټنځايونو ، دسمبالولو او تحويلولو مرکزونو پاملرنه وشي چې په افغانستان سيمه اونړي کې امنيت تامين شي .

تبصرې (0 خپرې شوې):

خپل نظر وليكئ comment

Please enter the code you see in the image:

  • email ملگري ته لېږل
  • print چاپي بڼه
  • Plain text ساده ليكل (پرته له انځورونو)
نښې
دا ليكنه نښې نه لري
دا ليكنه و ارزوئ
0