باختر خبری اژانس - دجمهور ريس حامدکرزي په مشرۍ غونډه جوړه شوه
كورپاڼه | سياسي | دجمهور ريس حامدکرزي په مشرۍ غونډه جوړه شوه

دجمهور ريس حامدکرزي په مشرۍ غونډه جوړه شوه

د ليكبڼې اندازه: Decrease font Enlarge font
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور ريس حامدکرزي په مشرۍ دسلاکارانو او د سلاکارو وزيرانو نوبتي غونډه نن د شنبي په ورځ دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه . سلاکارو وزيرانو په برياليتوب سره دسولې دملي مشورتي جرګي او دکابل دنړيوال کنفرانس دجوړيدو له امله دخوښي په څرګندولو سره ددواړو غونډو جوړيدل دافغانستان خلکو ته ستر برياليتوب وباله . په همدې ترتيب په دې غونډه کې رسنيو ته له تروريزم سره دجګړي په باب دامريکا د اردو دپټو سندونو دوتلو په باب خبرې وشوي . په غونډه کې وويل شول دهغو پټو رپوټونو او سندونو خپريدو چې دويکې ليکس په نامه دغير دولتي امريکايي مرکز له خوا افشا شوي دي دافغانستان خلکو ته دغه اساسي پوښتنه پيداکړې ده چې ولي په کلونو کلونوکې دافغانستان دحکومت اوخلکو له غوښتنو سره سره دتروريستانو پټنځايونو دتمويلولو او دروزنې مرکزونو ته هيڅ راز پاملرنه نه کېده په دې غونډه کې له جمهور رييس څخه وغوښتل شول چې له نړيوالې ټولنې سره په خبرو کې له تروريزم سره دمبارزي لاره بدله شي او دتروريستانو پټنځايونو، دسمبالولو او تحويلولو مرکزونو پاملرنه وشي چې په افغانستان، سيمه اونړۍ کې امنيت تامين شي .

تبصرې (0 خپرې شوې):

خپل نظر وليكئ comment

Please enter the code you see in the image:

  • email ملگري ته لېږل
  • print چاپي بڼه
  • Plain text ساده ليكل (پرته له انځورونو)
نښې
دا ليكنه نښې نه لري
دا ليكنه و ارزوئ
0