باختر خبری اژانس - دکانونووزارت يوولسو کارکوونکو استعفا وکړه
كورپاڼه | سياسي | دکانونووزارت يوولسو کارکوونکو استعفا وکړه

دکانونووزارت يوولسو کارکوونکو استعفا وکړه

د ليكبڼې اندازه: Decrease font Enlarge font
دکانونو وزارت سلاکار ددغه وزارت دکارکوونکو هغه ادعا چې مشرانو جرګي ته يي شکايت وکړ رد کړه . دغو کارکوونکو چې ددغه وزارت معين انجنير محمد اکرم غياثي هم پکې شامل دي ، نن په يوه خبري کنفرانس کې خپله استعفا اعلام کړه . دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې وروسته ددغو کارکوونکو ددغه حرکت په غبرګون کې دکانونو وزارت سلاکار انجنير نصير احمد په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل يوولس تنه کارکوونکې مشرانو جرګې ته تللي و او استعفايې کړې ده . چې دغه حرکت دمامورينو دقانون پرخلاف دي ځکه قانون حکم کوي ، ددولت هرکار کوونکې چې غواړي له خپلې دندې څخه استعفا وکړي، بايد هغه داړوند وزارت له مقاماتو سره تماس ونيسي ځکه داکارپه هغه ارګان پورې اړه لري چې کار پکې کوي . ده زياته کړه څو تنه دغه کارکوونکې دعمر دزياتوالې له امله په روان کال کې تقاعد کېږي او نور يې نه شي کولاى له هغو اصلاحاتو سره چې په دغه وزارت کې روان دي توافق وکړي نو ځکه يې په دغه کار لاس پوري کړي دي . ده يوځل بيا څرګنده کړه هر کارکوونکى بايد لومړۍ خپله ستونزه له اړوندي اداري سره حل کړي او په هغه صورت کې چې ونه کړاى شول دکارکوونکې دستونزي په حل کولو کې اقدام وکړي کولاى شي بل ارګان ته مراجعه وکړي .

تبصرې (0 خپرې شوې):

خپل نظر وليكئ comment

Please enter the code you see in the image:

  • email ملگري ته لېږل
  • print چاپي بڼه
  • Plain text ساده ليكل (پرته له انځورونو)
نښې
دا ليكنه نښې نه لري
دا ليكنه و ارزوئ
0