په هلمند کې نشه يي توکې ترلاسه شول
دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي پوليسو دوه سوه کېلو ګرامه اپين او دوه کېلو ګرامه هيروئين ترلاسه کړل
دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي پوليسو دوه سوه کېلو ګرامه اپين او دوه کېلو ګرامه هيروئين ترلاسه کړل دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دکورنيو چارو وزارت په چارو کې معين جنرال محمد داود داود په دې باب باختر اژانس ته وويل دهغو عملياتو له امله چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دځانګړو قطعاتو له خوا د٤٤٤ کوماندو قطعي په همکاري د نهر سراج ولسوالۍ دمالګيرو او دلښکرګاه ښار دباباجي په سيمو کې ترسره شول دغه توکې کشف او ترلاسه شول . دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي معين څرګنده کړه دغه توکې له نمونې اخستي وروسته له ټولو اړوندو ارګانونوسره په تفاهم کې په سيمه کې وسوځول شول . ديوبل خبر له مخې يو سلو شپږ اويا کېلو ګرامه هيروئين پرون ددويمي امنيتي حوزي په ساحه کې د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي مديريت دپرسونل له خوا کشف او ضبط شوي دي . ويل شوي دي چې دغه توکې په ډير ماهرانه ډول په يو تونس موټر کې ځاى پرځاى شوي او له نيولو وروسته دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي مديريت ته وسپارل شول او دپيښې په اړوند يو تن نيول شوى دى . دا په داسي حال کې ده چې په تيرو دريو ورځو کې ٦١ کېلو ګرامه هيروئين په پکتيا ولايت کې او نږدي اته کېلو ګرامه کرستال ډوله نشه يي توکې په نيمروز ولايت کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي د پوليسو له خوا کشف اوضبط شوې وه .دا ليكنه و ارزوئ


تبصرې (0 خپرې شوې):
خپل نظر وليكئ