باختر خبری اژانس - دبي سرحده ژورنالستانو داتحاديې ليک وڅيړل شو
كورپاڼه | فرهنگی | دبي سرحده ژورنالستانو داتحاديې ليک وڅيړل شو

دبي سرحده ژورنالستانو داتحاديې ليک وڅيړل شو

د ليكبڼې اندازه: Decrease font Enlarge font
درسانه يي سرغړونو د څيړنې کميسيون په نننۍ غونډه کې دبي سرحده ژورنالستانو داتحاديې ليک وڅيړل شو او په نتيجه کې داسې تصميم ونيول شو . دامروز ټلويزيون دخپرونو دبندولو په باب د وزيرانو شورا د ١٣٨٩ کال دزمري دمياشتې د پنځمي نيټې په مصوبه کې د امنيت، ملي يو والې اودهيواد دلوړو ګټو دساتنې په اړتيا باندې ټينګار شوي دي چې په رښتينې توګه يې د بيړنۍ اوسملاسي تصميم غوښتنه يي کوله او که چېري دوزيرانو شورا دغه موضوع کميسيون ته وړاندې کړي واي په دې کار کې د ځنډ له امله يې امکان درلود داسي پيښې رامنځته شوي واى چې جبيره کول يې ناشونې او يا سخت کار و . په هغه صورت کې چې دغه ټلويزيون دهيواد داوسني نازک او حساس حالت په پام کې نيولو سره داساسي قانون او دډله ئيزو اطلاعاتو وسايلو له حکمونوسره سم دخپل ټلويزيون پروګرامونه اصلاح کړي اويا دهغو داصلاح کولو ژمنه وکړي کميسيون به دستونزې دحل کولو په باب لازم غور وکړي .

تبصرې (0 خپرې شوې):

خپل نظر وليكئ comment

Please enter the code you see in the image:

  • email ملگري ته لېږل
  • print چاپي بڼه
  • Plain text ساده ليكل (پرته له انځورونو)
نښې
دا ليكنه نښې نه لري
دا ليكنه و ارزوئ
0