13 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کندز ولايت د اړوندو ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز د کلسترکولو پروګرام پيل شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د کندز ولايت د مرکز او...

سل انځور شوي آثار نندارې ته وړاندې شول

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د دوو تنو انځورګرانو...

د افغانانو د سولې طرحه د هند له سفير سره د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين د کتنې محور

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د کندز ولايت د مرکز او د اړوندو ولسواليو د کلستر کولو پروګرام پرون پيل شو. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د کندز ولايت د مرکز او د اړوندو ولسواليو د کليو او بانډو د کلستر کولو پروګرام د دغه ولايت د مسوولانو په شتون پيل شو. د کندز والي عبدالجبار نعيمي په دې غونډه کې د شوراګانو له ټولو مسوولينو څخه وغوښتل چې دخلکو دستونزو او وړانديزونو په تشخيص سره دې پروژې درجه بندي کړي او د پروژو تطبيق او کيفيت په سمه توګه وڅاري. دغه راز د کندز والي د دغه ولايت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د کندز د آبادۍ ، پرمختګ او ترقۍ لپاره شپه او ورځ هڅه او هاند کوي چې د پرمختيايي، اقتصادي، پوهنې، امنيت، سولې او ثبات د پروګرامونو لپاره زمينه برابره شي. د کلستر کولو پروګرام لس کلن دى چې لومړۍ برخه به يې په څلورو کلونوکې تطبيق شي چې ۶۰۰ پرمختيايي شوراګانې د ولسي تړون د پروګرام تر پوښښ لاندې نيسي . پاى \ف \ ذ
کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د دوو تنو انځورګرانو د انځورګرۍ د تابلوګانو نندارتون د هند په نړيوال مرکز کې پرانیستل شو. دبهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. دغه نندارتون چې په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوى سفارت د فرهنګي اتشه د دفتر له لوري د هند د نړيوال مرکز په همکارۍ جوړشوى دى، د يوې اوونۍ لپاره د مينه والو او هنر دوستانو پرمخ پرانیستى دى . په دې نندارتون کې په روغني موادو او د غنمو په سوارې سره سل انځور شوي آثار نندارې ته وړاندې شوي دي. د دغه نندارتون د پرانیستلو په غونډه کې په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوى سفارت شارژدافير او سرپرست محمد خیرالله آزاد او د هند د نړيوال مرکزمرستيال ايرمارشال نرش ورما د لسګونو تنو د يپلوماتانو، فرهنګيانو او د هنر د خاوندانو ترڅنګ شتون درلود. په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوى سفارت فرهنګي اتشه اجمل عالمزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو فرهنګي فعاليتونو او پروګرامونو پر زياتوالي باندې ټينګار وکړ . دغه نندارتون په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت د شارژدافير، ايرمارشال نرش ورما او د افغانستان د انځورګرانو په واسطه د هندوستان په سبک د شمعې په روښانولو سره پرانیستل شو او د روان هجري لمريز کال د ليندۍ د مياشتې تر ٢٤نيټې پورې به دوام ومومي. پاى \ف\ ذ
کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان په کابل کې د هند جمهوريت له سفير ويني کومارسره وکتل . د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو د ژنيوا په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لاسته راوړنو، په افغانستان کې د سولې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د طرحو او د دواړو هېوادونو د علاقې وړ مهمو موضوعګانو په باب خبرې وکړې. پاى \ ذکرالله \ س
کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه درې تنه وسله وال طالبان نن په بدخشان ولایت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول. د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې لسو تنو وسله والو طالبانو د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ په سوج سيمه کې په امنيتي پوستې بريد وکړ چې په پايله کې يې درې تنه وسله وال طالبان چې بهرني اتباع وو، ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول. ده وويل: تر اوسه پورې دا نه ده مشخصه شوې چې وژل شويو کسانو د کوم هېواد تابعيت درلود. خو روحاني وويل چې زياتره چيچني، ازبکستاني، تاجکستاني او چينايي طالبان په سيمه کې شتون لري. ده دغه راز څرګنده کړه چې په دې نښته کې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوځيانو لاسته ورغلي دي. پاى \ذکرالله \
کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د ملي نسايي او ولادي او د افغانستان د اندوکراينولوژي لومړى ګډ سمپوزيم نن جوړ شو . دغه سمپوزيم د « د تعادل هورموني، تداوم زندګي» تر شعارلاندې جوړ شو. د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د دغه سمپوزيم اساسي موخه د ميندو د مړينز د کچې کمښت دى. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات په سمپوزيم کې وينا وکړه او طرحه يې کړه چې د هېوا په لرو پرتو ولايتونو او سيمو کې ميندې کولاى شي روغتيايي مرکزونو او کلينيکونو ته په مراجعې او له ډاکترانو سره په مشوره کې د اميدوارۍ دوران تېر کړي. ده دغه راز څرګنده کړه چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې د ډاکترانو کمښت سخت محسوس دى، بايد ځوانان له اړو کسانو سره دمرستې په خاطر د هېواد لرې پرتو سيمو ته سفر وکړي او له اړو کسانوسره مرسته وکړي. دغه راز د نسايي او ولادي ډاکترانو د ټولنې رئيسې ډاکترې مېرمن بابک خبرې وکړې او ويې ويل چې د ميندو او د نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې په مخنيوي کي اساسي مسئله پوهاوى دى . کله چې ښځې پوه شي او په پوهاوي سره د اميدوارۍ دوران تېر کړي، دغه موضوع د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې د کچې په کمښت کې مرستندوى بلل کيږي. پاى \ ذکرالله \
کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د علامه سيدجمال الدين افغان ترعنوان لاندې د علمي – څيړنيز سيمينار د جوړولو د کميسيون لومړۍ غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه . د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د دغې غوڼدې په پيل کې پوهاند باوري د هېواد د ادبي او فرهنګي شخصيتونو د کارنامو په باب د علمي – څيړنيزو سيمينارونو جوړولو ته په اشارې سره وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا ځل د سيد جمال الدين افغان د شخصيت او کارنامو په باب سيمينار جوړوي. وروسته د غونډې برخه والو په لاښه توګه د سيمينار د جوړولو په باب خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل . په دې غونډه کې د مقالو د عنوانونو او د سيمينارد جوړولو د وخت په باب هم خبرې وشوې پاى \ف\ ذ
ايبک \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه په سمنګانو کې د آغاخان دفتر د ښځو د لاسي صنايعو لپاره په ايبکو ښارکې يو بازار جوړ کړ. دغه بازار د سمنګانو د ښځو د ځواکمن کولو په مقصد د ايبکو ښار په کورنۍ پارک کې پرانستل شو. په سمنګانو کې د آغاخان د دفتر سرپرست رجب علي باختر آژانس ته وويل چې د دې بازار د جوړولو موخه د کورنيو د اقتصاد لوړول او د هغوى ځواکمن کول دي چې څه ډول ښځې خپل خوراکي توليدات او لاسي صنايع د دغه بازار له لارې وړاندې او له دې لارې د خپل ژوندانه چارې سبمالې کړي. په دې پارک کې ١٦ هټۍ او ٨ کانکريټي سايه بانونه جوړ شوي دي. خبرځاى وويل چې دغه دفتر د دغه بازار په جوړولو سربيره کابو ۲۰۰ تنه ښځې د سمنګانو ولايت په مرکز او د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې د ۲۱ ورځو لپاره د زعفرانو د کرکيلې، د غوښنو چرګانو د روزنې، د وچو ميوو د انډي کولو او دشاتو د مچيو د روزنې په برخو کې روزلي دي. ښځو ددغه ښه اقدام په هرکلي سره د چارو له مسوولانو څخه وغوښتل: هغه کسان چې د ښځو پرخلاف په تاوتريخوالي لاس پورې کوي؛ مجازات شي. پاى \ذکرالله ؛
کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه نهه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب ولايت کې د پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول . د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه هوايي بريد د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې هغه وخت ترسره شو چې وسله وال طالبان په يوه پټنځي کې راغونډ شوي وو چې په نتيجه کې ۹ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې سخت ټپيان شول. خبرځاى زياته کړه: په دې هوايي بريد کې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي. پاى \ ذکرالله \
کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه د بغلان ولايت پولپيسو څلور تنه د تروريستي او جنايي قضیو په تور ونيول. د بغلان ولايت امنيه قوماندان اکرام الدين سريع نن رسنيو ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د منسوبانو د هڅو له امله څلورتنه د لواطت د فعل، له تروريستي ډلو سره د همکارۍ او غلا په ګومان د پلخمري ښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي. سريع وويل: له نيول شويو کسانو څخه يو تن د وسله والو طالبانو غړيتوب درلود چې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې يې زياتره ډار اچوونکي فعاليتونه ترسره کول. پاى \ شکريه\ ذ
قلعه نو \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه په بادغيس ولايت کې پرون د خبريالانو د خوندیتوب د کميټې ۱۳مه غونډه جوړه شوه. د باختر آژانس د خبریال دخبرله مخې: په دې غونډه کې چې د ولايت د مرستيال فيض محمد ميرزاده او د خبريالانو د کمېټې د رئيس په مشرۍ د دغه ولايت د کنفرانسونو په تالارکې جوړه شوه، د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس روح الامين حبيبي، خبريالانو او يو شمېر فرهنګيانو هم برخه اخيستې وه . په دې غونډه کې په بېلابېلو موضوعګانو له هغې جملې څخه د رسنيو په مالياتي ټکس او د ښاري صفايی په باب خبرې وشوې او پريکړه وشوه چې د صفايی پيسې دې د رسنيو او جايدادونو د خاوندانو له خوا ورکړل شي، خو د رسنيو د مالياتي ټکس پريکړه راتلوونکي غونډې ته وځنډول شوه . پاى\ شکريه\ ذ
Page 1 of 7163