30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۴۸- کابل / د لړم ۷ مه / باختر د سارک هېوادونو د فرهنګي مرکز کلنۍ ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس عبدالمقیم افغان په مشرۍ په آنلاين ډول جوړه شوه. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ناسته چې د سارک د فرهنګي مرکز د چارو د سمون او مدیریت په موخه هر کال د افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګلدېش، نېپال، مالدیف، بوتان او سرېلانکا د استازو په ګډون جوړېږي، سږ کال یې مشري د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ ريیس عبدالمقیم افغان وکړه. افغان له تېرو دوو کلونو راپدېخوا د سارک فرهنګي مرکز د مدیره پلاوي مشري په غاړه لري او په بریا سره يې د دغه مرکز ۱۱ مه او ۱۲ مه کلنۍ ناستې مدیریت کړې. د سارک فرهنګي مرکز د مدیره پلاوي په ۱۲ مه ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د کروناویروس له امله د پلان شويو چارو پر نه ترسره کېدو هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د ۲۰۲۰ کال لپاره پلان شوي پروګرامونه چې د کروناویروس له امله نه دي ترسره شوي، په ۲۰۲۱ کال کې به ترسره شي. د افغان د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې وه سږ کال د سارک فرهنګي مرکز له لورې په افغانستان کې د "عدم تشدد" ورځ ونمانځل شي، خو دا چې د سارک ټول پروګرامونه د کروناویروس د خپرېدو په دلیل وځنډېدل، یاده ورځ به هم په راتلونکي کال کې د سارک هېوادونو په کچه په افغانستان کې ونمانځل شي. د یادونې وړ ده چې د سارک سازمان د سهيلي آسیا هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو د زیاتوالي او همغږۍ په موخه په ۱۹۸۵ کال کې رامنځته شو. دغه سازمان د نورو برخو ترڅنګ په فرهنګي برخه کې هم فعالیت کوي او د فرهنګي چارو د تنظيم په موخه يې په سرېلانکا کې فرهنګي مرکز جوړ کړی دی. پای/ وهاج

۴۸- کابل / د لړم ۷ مه / باختر د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټراحمد جواد عثماني نن په کابل کې د بريټانيا له شارزدافير ډاکټر ايان کولارد سره وکتل. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې له کروناويروس سره د مبارزې پر لارو چارو، په روغتونونو کې پر اصلاحاتو او د روغتيا په برخه کې د اداري فساد پر مبارزې خبرې وکړې. ډاکټر عثماني وويل چې په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستل او د روغتيايي خدمتونو معياري کول د ده د کارونو په لومړيتوب کې دي او له ايان کولارد څخه يې وغوښتل چې هېواد يې د عامې روغتيا وزارت د خدمتونو د کفيت د ارزونې او د روغتونونو په سمبالولو کې چې همکارۍ ته اړتيا لري، مرسته وکړي. ډاکټر کولارد د عامې روغتيا له مشرتابه په تېره بيا د کرونا ويروس او له اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې قدرداني وکړه او له افغانستان سره یې په روغتيايي برخو کې د بريټانيا هېواد پر همکاريو ټينګار وکړ. بريټانيا د پوليو، نري رنځ او د ملاريا ناروغيو په برخو کې له عامې روغتيا وزارت سره مرسته او همکاري کوي. پاى \ ذ
۴۷- کابل / د لړم ۷ مه / باختر په کونړ کې د پنځو پرمختیايي پروژو د جوړولو کار پای ته ورسېد او ګتې اخيستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو کې په پیچ دره او ماڼوګي ولسوالیو کې د درېیو ښوونځیو لپاره د ودانۍ او د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړول شامل دی. د کونړ والي محمد اقبال سعید باختر آژانس ته وویل چې حکومت د دغو پنځو پرمختیايي پروژو د جوړولو لپاره ۸۷ میلیونه افغانۍ لګولې دي. په ماڼوګي ولسوالۍ کې د درېیو ښوونځیو لپاره د تاسیساتو په جوړېدو سره د لومړي ځل لپاره زرګونو نجونو او هلکانو ته مناسبه درسي فضا برابرېږي. دغه راز په پیچ دره ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړېدو سره سلګونو کورنیو او کرنیزو ځمکو ته د اړتیا وړ اوبه برابرې شوې. پای/ع
۴۶- کابل / د لړم ۷ مه / باختر د پروان په بګرام ولسوالۍ کې تېر ماښام د دوو کورنیو ترمنځ جګړه کې یو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول. د پروان له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي باختر آژانس ته وویل چې جګړه هغه وخت ونښته چې د پروان د بګرام ولسوالۍ په خانقا سیمه کې د ځمکې د وېش پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه راپورته شوه. هغه وویل چې د جګړې په پایله کې یو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول. د یوبل خبرله مخې: د یو سړي مړی نن سهار د پروان په صوفیانو سیمه کې وموندل شو. د پروان د امینې قومانداني له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وويل چې تراوسه د دغې وژنې انګېزه معلومه نه ده او په دې اړوند د پولیسو څېړني پیل شوې دي. پای/ع
۴۶- کابل / د لړم ۷ مه / باختر د (اچ.آر.ډي.ای) موسسې چې یو بهرنی مرستندوی بنسټ دی، د ۱۲۰ بې ځایه شویو ماشومانو پر کورنیو نغدې پېسې ووېشلې. د نیمروز د مهاجرینو د راستنولو چارو ریاست مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه موسسې په چخانسور، کنګ او چاربرجګ ولسوالیو کې پر هر ماشوم ۱۰ زره افغانۍ ووېشلې. د یو بل خبر له مخې: د نیمروز پولیسو دوه تنه په دغه ولایت کې د موټر سایکلو د غلا په اړوند ونیول. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان د پیسې د غلا او شوکمارۍ پر څو پېښو اعتراف کړی دی. پای/ع
۴۵- کابل / د لړم ۷ مه / باختر په هلمند، هرات او ننګرهار کې ۳۸ تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په شک ونيول. دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتو کې د پوځيانو په عملياتو کې نيول شوي دي. د هلمند، هرات او ننګرهار پوليسو د رسنيو دفترونو په خبرپاڼو کې ويل شوي دي چې دغه کسان د غلا، شوکمارۍ، د نشه يي توکو د قاچاقو، ګواښلو او د غيرقانوني وسلو د لېږدولو په تور نيول شوي دي. پاى \ ذ
۴۴- کابل / د لړم ۷ مه / باختر لسګونه وسله وال طالبان په قندهارکې د پوحيانو په کلابندۍ کې دي. پوځيانو دغه وسله والو طالبانو ته خبردارى ورکړ: يا تسليم شئ يا به ووژل شئ! د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه طالبان چې د عملياتو په بهير کې د ارغنداب ولسوالۍ د استوګنې په کورونو کې يې سنګر نيولی دى، په وقفه يي ډول پر پوځيانو ډزې کوي. د قندهار يوه جګپوړي امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې پوځيان د ارغنداب ولسوالۍ د لاهور، چهارغولبه او بابر کلي چې لسګونه وسله وال طالبان پکې پټ شوي دي، په خپله کلابندي کې لري. هغه وويل: طالبانو ته يې خبردارى ورکړی دی، که چېرې تسليم نه شي وبه وژل شي. په قندهارکې پوځي مقامات وايي: وسله وال طالبان د خلکو د استوګنې له کورونو څخه د ډال په توګه استفاده کوي. دغه راز په دغو عملياتو کې پوځيانو د قندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي. د يو بل خبر له مخې: په قندهار کې بله نښته کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل یې ټپي شو. دغه نښته تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې پر يوي امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو له بريد وروسته رامنځته شوه. پاى \ ذ
۴۳- کابل / د لړم ۷ مه / باختر په لغمان کې يو استنادي دېوال او يو سړک له جوړېدو وروسته ګټې اخيستني ته وسپارل شول. ياد سړک د٣٤٠ مترو په اوږدولي او د٥ مترو په سور په مهترلام ښار کې کانکرېټي ډول جوړشوي دي. دغه راز استنادي دېوال د ١٤٢٥ مترو په اوږدوالي په مهترلام ښارکې جوړ شوى چې له امله يې د استوګنې لسګونه کورونه او د بزګرانو سلګونه جريبه ځمکه د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي. د دغو دوو پرمختيايي پروژو لګښت د لغمان د کليو د بيارغاوني او پرمختيا رياست له لورې ورکول کېږي. د لغمان د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو په ياد ولايت کې د څو نورو پرمختيايي پروژو د پيل خبر ورکوي. پاى \ ذ
۴۲- کابل / د لړم ۷ مه / باختر پنځلس وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول. د فارياب پوليسو وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل: دغه طالبان د قيصار ولسوالۍ په کوهي کلي کي له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شول او يو بل طالب ونيول شو. د يو بل خبرله مخې: په فارياب کې په تېرو٢٤ ساعتوکې څلور ملکيان جلاجلا پېښو کې وژل شوي او ١٠ نور يې ټپيان شوي دي. يورش زياته کړه: د قيصار په کوهي کلي کي د وسله والو طالبانو د هاوانونو او توغنديو په بريدونو کې دوه ملکيان ووژل شول او ١٠ نور یې ټپيان شول. هغه زياته کړه: يو شپږ کلن ماشوم په المار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځاى پرحاى کړاى شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو. په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې وسله والو طالبانو د قيصار ولسوالۍ په صوفي قلعه کلي کې يو ٧٠ کلن سړى په سره ډزو وواژه. فارياب د هېواد په شمال کې له نا امنو ولايتونو څخه دى او وسله وال طالبان د دغه ولايت په څو ولسواليو کې په تروريسي فعاليتونو بوخت دي. پاى \ ذ
۴۱- کابل / د لړم ۷ مه / باختر په دايکنډي کې د پيازو د ساتلو لپاره د دوو سړوخونو ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوې. د دايکنډى د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس سيد عبدالواحد فېروزي باختر آژانس ته وويل چې د ۲۱ سړوخونو کار د څه دپاسه ۱۸۰ میليونه افغانيو په لګښت پرمخ ځي چې د دوو سړوخونو کار نن بشپړ شو. هغه وويل چې په دايکنډي کې تر دوو اوونيو پورې د ټولو سړوخونو کار بشپړېږي. ختم-شکريه -اکرم
Page 1 of 150