26 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي څلورمه : دتلې دمياشتې شپږمه دافغانستان...

پوهاند باوري دقندهار ولايت ته سفر وکړ .

کابل باختر د تلي څلورمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دقندهار دنارنج...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه صافۍ : په شتو امکاناتو سره دښه کار لپاره زياتې هلې ځلې وشي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد چنګاښ  نولسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرستې  اونوماندوزيرې  حسينه صافۍ  نن په يوه غونډه کې ددغه وزارت دخپرونو دچارو دمعينيت دکړو وړو  او پروګرامونورپوټ واوريد .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي په داسې حال کې چې ددغه معينيت رييسانو هم شتون درلود ، ددغې ادارې   بېلابېلې  څانګې معرفي کړې او دخپرونو دچارو دمعينيت  دکړنو ، لاس ته راوړنو اوپروګرامونوپه اړوند يې توضيحات ورکړل .
دغه راز دخپرونو دچارو معين داړوندو چارو دلازيات ښه والي په خاطر خپلې يولړ نظريې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست  سره شريکې کړې .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو دمعينيت سلاکار جعفر  راستين دخپرونو دچارو معينيت دتشکيلاتي   جوړښت ، کړنو اوننګونو په باره کې معلومات ورکړل  او ددغې ادارې ډيره مهمه لاس ته راوړنه يې دټوليزو رسنيو دقانون بيا کتنه ،  دتروريستي پيښو دپوښښ  دلارښود تسويد ، له خبريالانو سره دملاتړ دصندوق په جوړولو کې بيا کتنه درسنيو دفعاليت دجواز داخستلو دساده کولو دبهير  بشپړول ،  دخبريالانو لپاره دظرفيت دلوړولو دپروګرامونو جوړول ، درسنيو دمالياتي جريمو دبخښنې لپاره هڅې اودماليې داصل ورکړې ته  دهغوى هڅونه او له نړيوالو موسسو  او له بېلابېلو دولتي ادارو سره دتفاهم  ليکونو  لاسليک کول وبلل .
دغه راز په دې  غونډه کې دخپرونو دچارو دمعينيت  دبېلابېلو څانګو درييسانو له خوا دکاري چارو دښه والي په اړوند نظريې  او وړانديزونه هم طرحه شول .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  ددې معينيت دکړنو له امله  قدرداني وکړه  اوڅرګنده يې کړه لکه څنګه چې ويل کيدل  چې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې کار نه دى شوى خو ليدل کېږي  چې په دې وزارت کې کار شوى دى  او موږ بايد ددې وزارت  کړنې او فعاليتونه خلکو ته وښيو .
حسينه صافۍ  ټينګار وکړ چې په شتو امکاناتو سره دې دښه کار لپاره زياتې هڅې وشي او ددې وزارت د بېلابېلو برخو  له څيړنې وروسته به دشتو ستونزو  دحل کولو په تيره بيا دبودجې او تشکيل په برخه کې عملي اقدامات وشي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Tuesday, 10 July 2018 13:20

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.