16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٤مه : پاکستان دډار اچوونکو ډلو او دافراطي...

حسينه ساپۍ : افغان ښځه  په بېلابېلو برخو کې درهبرى  او پروګرام جوړونې او دهغو دعملي کولو توان لري .

حسينه ساپۍ : افغان ښځه په بېلابېلو برخو کې درهبرى او پروګرام جوړونې او دهغو دعملي کولو توان لري .

کابل باختر دوږي ٢٤مه : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې ساپۍ په...

 دخواجه ملک سبز علي  تاريخي څلى بيا رغول کېږي .

دخواجه ملک سبز علي تاريخي څلى بيا رغول کېږي .

کابل باختر دوږي ٢٤مه : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کندز کې د فرهنګي پروګرامونو دوام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه
په کندز کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په درشل کې فرهنګي پروګرامونه دوام لري.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، په  کندز کې له  څو مياشتو راپدېخوا د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت بېلابېل پروګرامونه پيل شوي چې لا هم دوام لري.
د کندز ملکي او نظامي مسوولينو، د افغانستان د خپلواکۍ د جشن د سلمې کاليزې  د تياري په مقصد يو شمېر کمېسيونونه  جوړ کړي، څو د مدني ټولنو، رسنيو، ديني عالمانو، سپين ږيرو، ځوانانو، ښځو او د دولتي او غير دولتي ادارو سره په همغږۍ  خپل پروګرامونه مخ ته يوسي.
د کندز اوسيدونکي وايي چې دغه ښار د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په مناسبت د زينتي څراغونو، د غازي امان الله خان په انځورونو، شعارونو او په ملي  بيرغونو  ښکلى شوى دى.
د ښار په شاوخوا، دولتي ادارو او واټونو کې د ښار څېرې بدلون موندلې او د اوسيدونکو پام يې ځان ته اړولى دى.
دوى له وسله والو مخالفينو  څخه غواړي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يوځاى شي څو د هېواد خلک په ډاډمنه فضا کې  خپل کار او ژوند ته دوام ورکړي.
ختم_ شکريه_ اکرم

 

Last modified on Sunday, 18 August 2019 10:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.