23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پوهنې د ترانې د جشن برخه وال وستايل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پل علم / باختر\ د زمري٢٧مه
د پوهنې د ترانې د ملي ډلې د انتخاب د جشن برخه وال پرون په لوګر کې وستايل شول.
د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په وياړ د لوګر د ښوونځيو هغه زده کوونکي چې د پوهنې وزارت د ترانې د ملي ډلې د انتخاب په جشن کې يې ګدون کړى وو  د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري وستايل شول.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د ملکي او نظامي مسوولانو او د دولتي ادارو  د رييسانو په شتون  په پل علم کې  جوړه شوې وه  د لوګر والي محمد انور خان اسحق زي د لوګر د پوهنې د تراني د ډلې د هغو غړوچې د پوهنې وزارت د ترانې د ملي ډلې د انتخاب په جشن کې  ګډون کړى وو  قدرداني وکړه او له ټولو خلکو څخه يې وغوښتل چې د هېواد د بيارغاونې او سمسورتيا لپاره په يو موټي توب سره حرکت وکړي او دعلم او معرفت د ډيوې  د لا روښانولو لپاره اغيزمن ګامونه واخلي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل د پروګرام د جوړولو موخه د هڅونې د فرهنګ پراخ بنسټه کول وبلل او زياته يې کړه چې په بېلابېلو برخو کې د لوګر د پوهنې  د زده کوونکو ترمنځ ښه  استعدادونه شته چې بايد وستايل شي.
د لوګر د پوهنې رياست تدريسي مرستيالې مينې سادات رسنيو ته وويل، چې د پوهنې د ترانې د ملي ډلې د انتخاب په جشن کې له لوګر څخه لسو هلکانو او اوو نجونو ګډون کړى وو  او د يوې نجلۍ په ګډون درېيو تنو يې ملي ډلې ته لاره وموندله.
د پوهنې د ترانې د ملي ډلې د انتخاب په جشن کې د هېواد له څلور دېرشو ولايتونو څخه د نجونو اوهلکانو د ترانې ډلې په اوويا ګروپونو کې کابو اته سوه زده کوونکو ګډون کړى وو، چې د سياليو له پاى ته رسېدو وروسته سل زده کوونکي د پوهنې د ملي ترانې د ډلې په ګروپ کې انتخاب شول.
پاى \ ف\ ذ

 

Last modified on Tuesday, 20 August 2019 04:11

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.