26 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نورستان کې انځوریز نندارتون جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د تلې ۳ مه / باختر
امان الله کلیوال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د نورستان په مرکز پارون ښار کې انځوریز نندارتون جوړ کړ.
په دغه نندارتون کې ټول هغه انځورونه نندارې ته وړاندې شول چې د تېرو لسیزو ناخوالې د انځورګرۍ له لارې خلکو ته بيانوي.
د انځورګرۍ مسوول او انځورګر امان الله کلیوال د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د ملی احساس له مخې هڅه کوي په ولایتونو کې خلکو ته د تېرو لسیزو جګړو ناخوالې د انځورګرۍ له لارې بيان کړي چې نور ولسونه جګړې ته (نه) ووایي او سولې ته کار وکړي .
کلیوال په دغه نندارتون کې د جګړې په ناخوالو انځورونو سربېره، د سولې د سمبول کوترو انځورونه هم نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي چې خپله هم نندارتون ته ورغلی و، وویل چې ورته نندارتونونه د ولسونو په بیدارولو کې رغنده رول لري او د کلیوال دغه احساس یې وستایه.
په پارون کې یاد نندارتون په داسې حال کې د یوې ورځې لپاره پرانيستل کېږي چې د قطر په دوحه کې افغان حکومت او طالبانو بین الافغاني خبرې پیل کړې دي، خو لا هم پایلې ته نه دي رسېدلي.
افغان جګړې چې کلونه یې ونیول د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه یاديږي، خو افغانان په دې باور دي چې که امریکا د افغانستان پر ګاونډیانو په ځانګړي ډول پر پاکستان فشار راولي؛ ښایي د سولې پروسه بریالۍ شي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.