23 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درې ماين جوړونکي طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

٢٤-کابل / دلړم دويمه /باختر درې ماين جوړونکي طالبان...

په هلمند کې د عملياتو په دوام ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

٢٣-کابل / دلړم دويمه /باختر په داسې حال کې چې...

يوولس وسله وال طالبان په زابل کې و وژل شول

٢٢- کابل / دلړم دويمه /باختر ١١ وسله وال طالبان په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ځوانانو چارو معينيت يو شمېر ښځينه ورزشکارانې وستايلې

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت سرپرست لايق شاه ځدران نن
يو شمېر ښځيه ورزشکارانې وستايلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د ځوانانو چارو معينيت سرپرست وويل چې نشه يي توکي د ځوانانو يوازېنى خطرناک دښمن دى او يوازېنۍ لاره چې دغه خطرناکه دښمن ناکاموي، ورزش دى.
ځدران له ښځينه ورزشکارانو څخه د ځوانانو چارو معينيت ملاتړ اعلام وکړ او زياته يې کړه چې په هر راز شرايطو کي بايد د ورزشکارانو په تېره بيا ورزشکارو نجونو ملاتړ وشي.
وروسته د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل چې په دايګنډي کې د نجونو لپاره ورزش اسانه کار نه دى او دغه نجونې له زياتو ستونزو سره مخ دي چې نن د يو دولتي مقام له لوري ستايل کېږي.
په دغو مراسمو کې د ځوانانو چارو معينيت د مصؤنيت رييس فدامحمد فايض وويل   دغه پروګرام د د ايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ جوړ شوى دى         او په کې د دايکنډي ١٦ورزشکارې نجونې، ٢ ښوونکي، د کابل د معلولو نجونو د ټيم په استازيتوب ٣ تنه، د نجونو د هنډبال او جمناسټېک له څانګو څخه  ٢ نجونې او دغه راز ITF  او موی تاى څانکو يوشمېر نجونې وستايلې شوې.
دغو ورزشکارو نجونو په کورنيو او بهرنيو سياليو کې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او دغه راز په هغو سياليو کې چې ( موږ سوله غواړو) تر شعار لاندې د٤ ټيمونو  ترمنځ په باميانو کې ترسره شوې؛ لومړى مقام وګاټه.
پاى \ ذ

 

Last modified on Tuesday, 29 September 2020 04:38

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.