05 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په قندهارکې پر تګ راتګ محدوديتونه ولګول شول

په قندهارکې پر تګ راتګ محدوديتونه ولګول شول

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر له کرونا ويروس...

درې ملکي وګړي په لغمان کې ټپيان شول

درې ملکي وګړي په لغمان کې ټپيان شول

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر درې ملکي وګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت وياند نن په يوه خبري غونډه کې د هېواد په کچه په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٢٩٩ تنه اعلام کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار په دې خبري غونډه کې په کرونا ويروس د اخته کسانو د وروستيو جزئياتو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل: په هېواد کې په تېرو ٢٤ ساعتوکې د کرونا ويروس ٢٥ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي چې له دې جملې څخه ١١ پېښې په کابل، ٥ پېښې په هرات، ٢ پېښې په سمنګانو او په بلخ، فارياب، لوګر، غزني، غور، نيمروز او کندز کې ١ - ١ مثبته پېښه ثبت شوې ده.
مايار وويل: تراوسه د کابل، هرات او ننګرهار په لابراتوارونو کې ٢ زره ٢٨٨ مشکوک سمپلونه آزمايښت شوي دي چې ٩٦٠ نمونې يې منفي او ٢٩٩ نوريې مثبت تشخيص شوې دي.
هغه څرګنده کړه چې د کرونا ويروس ډېرۍ پېښې په هرات کې (٢٠٤) پېښې او په  کابل کې ٤٣ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند زياته کړه چې تراوسه په هېوادکې په کرونا ويروس د   ١٢ اخته کسانو درملنه شوې ده او٧ تنه مړه شوي دي.
هغه د غونډو له لارې د کرونا ويروس د ګرځيدل، د دغه ويروس د خپرېدو عامل وباله او پر زيات احتياط يې ټينګار وکړ.
مايار دغه راز ټينګار وکړ چې خلک بايد د عامې روغتيا وزارت روغتيايي لارښوونو عملي کولو ته جدي پاملرنه وکړي او د روغتيايي لارښوونو په عملي کولو سره دې د کرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسي.
ختم – ج- اکرم

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
له کرونا ويروس سره د افغانستان د مبارزې پر دوام په قندهارکې پر تګ راتګ  محدوديتونه ولګول شول.
قندهار تراوسه د کرونا ويروس د درېيو مثبتو پېښو ډګر دى.
د قندهار مسوولين وايي چې دغه محدوديتونه د ١٠ ورځو لپاره لګول شوي دي او د کرونا بحران د دوام په پايله کې به تمديد شي.
د دغو محدوديتونو له مخې؛ له روغتيايي مرکزونو او د لومړنيو توکو له پلورنځيو پرته ټول پلورنځي او مرکزونه تړل کېږي او خلک هم د بېځايه ګرځيدو اجازه نه لري.
د قندهار والي حيات الله حيات باختر آژانس ته وويل چې خلک بايد د کرونا د مخنيوي لپاره پر لارښوونو عمل وکړي او له بې مورده ګرځېدو څخه د ډډې کولو ترڅنګ په دې وژونکې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنيوي لپاره دې روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي.
کرونا تراوسه په افغانستان کې ٥ تنه وژلي دي او دغه راز ٢٩٩ تنه نور په دغه ويروس اخته شوي دي.
ختم -ج -اکرم
 

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
درې ملکي وګړي په لغمان کې د وسله والو طالبانو په توغنديز بريد کې ټپيان شول.
دغه پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يرغلګرو د الينګار ولسوالۍ د استوګنې پر يوې سيمې راکټي بريد وکړ.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ يو توغندى د استوګنې پر يو کور لګيدلې دى.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د طالبانو په دغه توغنديز بريد کې د يوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي ټپيان شول.
د لغمان د مرکزي روغتون ډاکټرانو د دغې پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د لغمان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٤ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – شکريه- اکرم

کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان په کاپيسا کې له وګړني پاڅون کوونکو سره په جګړه کې ووژل شول او ٧ نور يې ټپيان شول.
دغه پېښه تېره شپه په تګاب ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو پر وګړني پاڅون کوونکو بريد وکړ .
د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړه کې ٤ يرغلګر ووژل شول او ٧ نور يې ټپيان شول.
خبرپاڼه زياتوي چې پاڅون کوونکو د يرغلګرو طالبانو په وړاندې ښه غبرګون وښود او هغوى ته يې مرګ ژوبله راوړله.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم -ج - اکرم

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
څلور يرغلګر په روزګان کې په نوې جګړه کې ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول.
دغه پېښه تېره شپه ناوخته په خاص روزګان ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان بريد وکړ.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په جګړه کې ٤ يرغلګر ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د روزګان له ګن مېشتو لارو څخه د ٦ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم - ج - اکرم

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان په زابل کې له پوځيانو سره په جګړه کې وووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ميزان ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې په جګړه کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرځاى وويل چې دغه وسله وال طالبان پر موټر سايکلونو سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د زابل له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٤ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم - ج - اکرم

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
په قندهارکې په دوو هوايي بريدونوکې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور يې ټپيان شول.
دغه طالبان په ميوند ولسوالۍ کې په خپلو مرکزونوکې راټول شوي وو چې پر څو امنيتي پوستو د بريد لپاره چمتو شي چې هوايي ځواکونو پرې بريد وکړ.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په بريدکې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نوريې ټپيان شول او د هغوى دوه مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٨ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – شکريه- اکرم

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
د کابل سيند د اوبو د ځپانده کېدو د مخنيوي په موخه کابل ښاروالۍ د ګذرګاه پله لاندېنۍ برخه له کثافاتو څخه پاکه کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ هغه کثافات چې يو شمېر خلکو د ګذرګاه تر پله لاندې  اچولي او نور رسوبي توکي چې په دې سيمه کې سيند بند کړي وو؛ د کابل ښاروالۍ د موظفينو له خوا ولېږدول شول.
کابل ښاروالۍ د کابل له خلکو څخه غوښتنه کوي چې د ښار پاکي او صفايي ته جدي پاملرنه وکړي او له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
دغه راز کابل ښاروالي ټينګار کوي چې د کابل خلک په کابل سيند او د ښار په ويالو کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي .
ختم- ج –اکرم

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
کابل ښاروالۍ د ښار د ښکلا په موخه د کابل ښار په کچه د ډول ډول ګلانو د کېنولو کار پيل کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ کابل ښاروالۍ د ښار د ښکلا په موخه د کابل ښار د واټونو په ګلدانونو کې د ډول ډول ګلانو د کېنولو کار پيل کړ.
په دغه بهيرکې د بره کي په څلورلارې، زرنګار پارک او د کابل ښاروالۍ په شاوخواکې د ګلانو څه دپاسه څلور زره ګلان کېنول شوي دي.
ټاکل شوې ده د ګلانو درې زره نور بوټي هم د کابل ښار په مهمو سيموکې کېنول شي.
د کابل ښار په کچه د نيالګيو د کېنولو او سمسورتيا بهير د کابل ښاروالۍ د موظفو ټيمونو له خوا دوام لري.
ختم- شکريه - اکرم

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست عالي مقام د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکه.
باختر آژانس ته د جمهوررييس د وياند دفتر د معلوماتو له مخې؛ د هېواد جمهورريیس د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱١ فقرې حکم پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
محمد حنیف اتمر د هېواد له مطرح او اغېزمنو سیاسي شخصیتونو څخه دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د کلیو د بيارغاونې او پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، د کورنیو چارو د وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کړی دی.#
پاى/ وهاج

Page 1 of 8670