24 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې په پار په پنجرو کې بندې کوترې فضا ته ازادې کړى شوې

جلال اباد باختر د تلې ۲ مه د ننګرهار ولایت ...

دعينکودمسو کان دلرغوني ساحې دهمغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل \باختردتلې دمياشتې٢نيټه : د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ...

په فراه کې دنشه يي توکو کارخانې له منځه يوړل شوې

نړيوالې خبري منابع \باختردتلې دمياشتې٢نيټه : ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

قلات باختر د تلې د میاشتې لومړۍ نېټه
د زابل ولایت د  شاجوی ولسوالۍ په جعفرو سیمه کې د یوه ډلګي مشر په ګډون دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغه ولایت د امنیې  قوماندان محمد مصطفی مایار د باختر آژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې تېره شپه د غوڅ ملاتړ ځواکونو په د شاجوی به جعفرو سیمه کې برید ترسره کړی.
سرچینه زیاتوي چې په یاد برید کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم د هوايي بریدوونو په ترڅ کې د دغه ولایت  په میزانې ولسوالۍ او د مرکز قلات په جلدک سیمه کې د یوه پاکستاني په ګډون یولس تنه طالبان وژل شوي وو.
پای/وصال

 

 

کابل \ باختر\ د تلې د مياشتې ١نېټه:
مرکزي بانک (۲۰) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د تلې د مياشتې په ٢ نيټه د دوشنبې په ورځ (۲۰) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او بانکونوته بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملاتـو د قسمي تسويې تر سره کول مجاز نه  دى، د  ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
پاى  \سعيده

کابل \باختردتلې دمياشتې١نيټه :
سيګار يا د امريکا د پلټنې اداره چې د افغانستان د بيا رغاونې په بهيرکې څارنه کې کوي، وايي چې د څارنې له عملي کولو پرته نړيوالې مالي مرستې د دغه هېواد د مقاماتو ترمنځ د فساد د زياتوالي سبب شوې دي.
سيګار وايي: موږ له ٢٠١٢ کال څخه را په دې خوا په افغانستان کې د پرمختيايي پروژو د تطبيق کولو لپاره د مالي او پوځي مرستو په لاره کې په نړيوالو سازمانونو پورې له اړوندو بنسټونو څخه د متناقضو رپوټونو د ترلاسه کولو شاهدان وو، خو دا چې دغه پيسې چېرته او څنګه لګولې شوې دي؛ پوښتنې رامنځته کړې دي چې آيا دغه پيسې شخصي حسابونو ته ليږدول شوې او يا دا چې له هېواد څخه بهر د کورونو په پيرودلو لګولې شوې دي؟؟
د افغانستان د بيا رغاونې په چاروکې د امريکا ځانګړي سرپلټوونکى جان سوپکو وايي چې په افغانستان کې د امريکا او د نړيوالې ټولنې د مالي مرستو زياته برخه ضايع شوې ده.
سوپکو ويلي دي: هغه پيسې چې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره ورکړ شوې دي؛ زياته برخه يې په دُبى کې په بانکي حسابونوکې ليږدول شوې او يا د امريکا په ويرجينيا ايالت او د کاناډا په وانکوور ښارکي د کورونو په پيرودلو لګول شوې دي.
د سوپکو دڅرګندونو له مخې: له ١٧کلونو را په دې خوا يعنې په افغانستان کې د تروريزم پرخلاف د امريکا په مشرۍ د جکړې د پيل له وخت څخه دغه هېواد اوس هم له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دى. د افغانستان د امنيتي ځواکونو ظرفيتونه او وړتياوې اوس هم له پوښتنو سره مخامخې دي اداري فساد دغه راز دوام لري او د نشه يي توکو توليد اوس هم په افغانستان کې د حکومت د مخالفو جګړه مارانو د تمويلولو مهمه منبع ده.
سوپکو زياتوي: امريکا په ډيره لږه موده کې ډيرې زياتې پيسې په افغانستان کې  لګولې دي چې د افغانستان په شان د کوچني هېواد له اقتصادي ظرفيتونو څخه ډير زيات دي.
په افغانستان کې د امريکا د بيا رغاوني د پروګرامونو ځانګړي سرپلټوونکي ويلي دي چې افغانستان اوس هم د اداري فساد له سترې ستونزې سره مخامخ دى چې امريکا د اداري فساد په ګډون په دغو ستونزوکې رول لري. يعنې د امريکا د بې حسابو او له پلټنې پرته پيسو راتګ د دې سبب شوې دي چې په افغانستان کې اداري فساد زياته وده وکړي.
په افغانستان کې د امريکا د بيا رغاوني د پروګرامونو ځانګړي سرپلټوونکي (سيګار)  چې د جان سوپکو په مشرۍ فعاليت کوي؛ د دغو پيسو د لګښت په باب پلټنه کوي چې په افغانستان کې په امنيتي،  اقتصادي او د بيا رغاوني په چارو کې لګول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د افغانستان د بيا رغاوني په چارو کې ځانګړي سرپلټونکي ويلي و چې په افغانستان کې د ښځو د ځواکمن کولو يا پرموت پروګرام چې لګښت يې د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کيږي، ناکام دى.
تر اوسه پورې افغان مقاماتو د جان سوپکو دنويو څرګندونو په باب خبرې نه دي کړې.  خو پخوا ويل شوي  دي چې سيګار خپل زيات رپوټونه د دغو مقاماتو د دليلونو له اوريدو او همغږۍ پرته خپاره کړي دي او دغه راز سيګار په خپلو رپوټونو کې زياتره افغانان په نښه کوي. په داسې حال کې چې افغانان د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د تمويلوونکو هېوادونو او بهرنيو موسسو د پيسوپه لګښت کې رول نلري.
پاى \ ج\ ش \ ذ

کابل باختر دوږي  يو ديرشمه :
داندونيزيا او دافغانستان  دننګرهار ولايت ترمنځ  دتجارتي اړيکو په پراختيا ټينګار وشو .
په کابل کې داندونيزيا سفير د جلال اباد ښار ته  په خپل سفر کې وويل چې په ننګرهار ولايت کې د صنايعو او کرنيزو محصولاتو او توليداتو زياتوالي ته په پاملرنې سره  هېواد يې غواړي  چې دافغانستان له دغه ولايت سره  تجارتي  راکړه ورکړه پراخه کړي .
دننګرهار والي  حيات الله حيات په دې کتنه  کې وويل  چې ددوى غوښتنه  دتجارتي اړيکو پراختيا ده .چې دننګرهار ولايت  توليدات اومحصولات دجاګارتا په بازارونو کې وپلورل شي . اودغه راز  کورنى اړتياوې داندونيزيا له بازارونو څخه تامينې شي .
  دواړو لورو په اندونيزيا کې دننګرهار ولايت ځوانانوته  دتحصيلي بورسونو په ورکولو هم موافقه وکړه .
عارف الرحمان  وويل  چې  دتجارتي اړيکو پراختيا ددواړو هېوادونو په ګټه ده او دغه کار داقتصادي ودې سبب کېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

Page 1 of 807