08 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د قندهار - شاه ولي کوټ سړک ترميم کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ د کب ٨ مه/ باختر
د قندهار ښار – شاه ولي کوټ ولسوالۍ د لويې لارې د ترميم کار نن پيل شو.
د دې لويې لارې ځينې برخې په وروستيو سېلاوونو کې ويجاړې شوې دي.
د قندهار ښار- شاه ولي کوټ ولسوالۍ د لويې لارې د ځينو برخو په ويجاړېدو سره   مسافران، ناروغ لرونکي او تجارتي کاروانونه له ډېرې ستونزې سره په دې لاره کې  تګ راتګ کوي  . 
د قندهار والي حيات الله حيات باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوې ده دقندهار ښار- شاه ولي کوټ ولسوالۍ لويې لارې د ترميم کار تر راتلوونکو دوو مياشتو پورې بشپړ شي.  د قندهار د فوايد عامې رياست د دغې لارې د ترميم مسووليت په غاړه لري. 
د قندهار ښار– شاه ولي کوټ ولسوالۍ لويه لاره هره ورځ د زرګونو مسافرو او د لسګونو تجارتي کاروانونو د تګ راتګ ډګر دى.    
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.