26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې لپاره د مالي منابعو د لټولو په موخه غونډه وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۲۰ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د مالیې وزارت له مشرتابه پلاوي سره د کرونا ویروس پر ضد د  مبارزې لپاره د مالي منابعو د لټولو په موخه خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ویډیو کنفرانس کې د  کرونا ویروس پرضد د مبارزې په موخه د دوستو هیوادونو او بین المللي سازمانونو د یو شمېر هغو مرستو او ژمنو د انتقال په اړه چې مخکې  د انکشافي پروژو پر تطبیق لګول کېدې، بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د انکشافي پروژو له مصارفو څخه د پاتې پیسو لېست دې ترتیب شي، چې  مرسته کوونکو هیوادونو ته له مراجعې او د هغوی له توافق وروسته یادې پیسې   د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې مصرف شي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.