10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل / دزمري ٢٠مه / باختر : د شهيد سترپاسوال عبدالرازق...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بغلان کې بڼوالي دپراختيا په حال کې دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ ١٣مه /باختر :
دکرنې اواوبو لګولو وزارت  د بڼوالى د ملي پروژې مسوول وايي  چې دغه بنسټ  بڼوالو او بزګرانو ته د نوي او اصلي بڼوالى  دلارو چاروپه باب روزنه ورکړې ده .او په بغلان کې بڼوالي د ښه والي په حال کې دى او په راتلونکې کې  به  خلک په بغلان کې د ډول ډول ميوو  د بڼونو د جوړولو شاهدان وي .
په شمال ختيځ  زون کې  د کرنې اواوبو لګولو وزارت  د بڼوالى  د ملي پروژې مسوول  محمد حسن فروتن  د باختراژانس له سيمه ييز خبريال علي علمي سره  په مرکه کې وويل:  چې په وروستيو اوو کلونوکې په بغلان، کندز،  تخار، او د بدخشان  په ولايتونوکې د ډول ډول ميوو  داصلاح شويو نيالګيو په اېښودلوسره  اووه ديرش زره  څلور سوه  څلورشپيته بڼونه  جوړ شوي دي .
هغه وويل : چې  د روزنيزو پروګرامونو په ترسره کولو سره يې  د دغو ولايتونو بڼوالو ته  د بڼوالى نوى لارې  چارې ښودلي دي .
  هغه  د بڼوالو يواځنۍ ستونزه  د دوى دمحصولاتو د ساتنې لپاره  د  سړو خونو نشتوالي وبلل .  فروتن څرګنده کړه  چې اوس  د هېواد په شمال ختيځ کې بڼوال  نه يواځې  د هېواد د بازارونو د اړتيا وړ ميوې  برابروي  بلکې سوداګر د دوى دبڼونو ډول ډول ميوې  بهر ته صادروي .
هغه  د بڼوالو د مڼو،  انګورو،  زردالو او د بادامو يادونه وکړه چې بهر ته صادرېږي .
د بغلان يوتن بڼوال  غلام حسن رضايي  د خپل بڼ  د حاصلاتو  له امله  خوشحاله دى  .
هغه وويل:  چې سږ کال د ده د بڼ اصلاح شوي نيالګي زيات حاصلات لري  او دى به زياته ګټه ترلاسه کړي .
هغه  د خپل بڼ د ميوو د ساتنې لپاره  د سړو خونو نشتوالي  يواځنۍ ستونزه وبلله او د کرنې له ادارې  څخه يې وغوښتل چې دبڼونو دميوو دساتنې لپاره  د سړو خونو په جوړولو اقدام وکړي . چې بڼوال وکولاى شي  خپلې ميوې په مناسب وخت او مناسبه بيه بازار ته وړاندې کړي .
  خو د بغلان ولايت د کرنې اواوبو لګولو رياست  د زراعتي چارو آمر عبدالقهار ستاري وويل چې تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې  په بغلان کې  د څلور سوه  ديرشو سړو خونو او مميز خونو د  جوړولو کار پيلېږي . او ترراتلونکو دوو مياشتو پورې  جوړېږي او د بزګرانو اوبڼوالو  په واک کې ورکول کېږي .
  ختم _ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.