08 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني ته د جمهور رییس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت، د جاپان د امپراتور ناروهیتو د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د جاپان د امپراتور د مبارکۍ په پیغام کې لیکل شوي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس په توګه ستاسې د بیا ځلې انتخابېدو له امله، دولت او د افغانستان شریفو خلکو ته خپله صمیمانه مبارکي څرګندوم

امپراتور ناروهیتو ویلي دي: «تاسې جلالتمآب ته د روغتیا، نېکمرغۍ او بریالیتوب او همدا راز د افغانستان شریفو خلکو ته د سولې او هوساینې دعا کوم.»

 

کابل / د ورِي ۱۹ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه د هیواد د ټولو والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.

 باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د ملعوماتو له مخې؛ په پیل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال او د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر عمومي رییس محمدشاکر کارګر ته د کابینې په غونډه کې د ګډون ښه راغلاست ووایه او هیواد ته د خدمت په برخه کې یې ورته د لوی خدای (ج) څخه د لازیاتو بریالیتوبونو دعا وکړه.

 د هیواد جمهوررییس، د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د لازمو تدابیرو او مدیریت او همدا راز بې وزله هیوادوالو ته د مرستو رسولو په برخه کې د خصوصي سکتور د ونډې په خاطر د جمهوري ریاست د مرستیالانو او د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررییس فوق العاده استازي، فعالیتونه او هڅې وستایلې.

 جمهوررییس غني د کابینې په استازیتوب د ډاکټر حنیف الله حنیف د شهادت په مناسبت چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې خپل ځان د هیوادوالو لپاره قرباني کړ، د نوموړي کورنۍ او د افغانستان طبي ټولنې ته د خپلې خواخوږۍ ژور مراتب څرګند کړل، مرحوم ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر او زغم دعا وکړه. جمهوررییس په ټینګار وویل، په دې برخه کې اړوندو ډاکټرانو او پرسونل ته ځانګړي امتیازات په پام کې نیول شوي دي.

 د هیواد جمهوررییس، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مالي انسجام په خاطر د ټولو والیانو پر مدیریت ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې د عمل چټکتیا، ځواب ویلو او همغږۍ په پام کې نیولو سره لازمو اقداماتو ته ادامه ورکړي. هغه زیاته کړه، د غوره حکومتولۍ په برخه کې یو مهم او سترګام اخیستل شوی چې هغه د کابینې په غونډه کې د ویډیو کنفرانس (VTC) له لارې د ټولو والیانو ګډون دی او دغه پروسه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

 د غونډې په بله برخه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د رهبرۍ سیاسي ستراتېژي او تخنیکي جامع برنامه او په دې برخه کې د دولت د مشخصو مدیریتي برنامو او د هغو د پړاوونو توضیح په تفصیلي توګه غونډې ته وړاندې او په دې اړه یې د هیواد ټولو سیمو ته د خدمتونو وړاندې کولو د پراختیا په خاطر هم د ټولو والیانو دندې مشخصې کړې.

 د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست دویم مرستیال د عفوني ضد طبي او مینځونکو موادو د تولید د طرحې حقوقي او قانوني ابعادو په اړه په خپلو خبرو کې وویل، د نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قانون د ایتانول تولید منع کړی، په داسې حال کې چې د هغه تولید ته یې اجازه ورکړې او دا په خپله یو ډول تناقض دی.

د کابینې غونډې د یاد قانون مندرج تخنیکي کمېټه موظفه کړه چې ژر دې د قانوني تناقض او پانګونې د جلبولو د محدودیتونو د رفع کولو په خاطر د عامې روغتیا او صنعت او سوداګرۍ د معینانو او درمل جوړونکو اتحادیې د رییس په ګډون، غونډه جوړه او د هیواد د روغتیایي وضعیت د استعجالیت لپاره دې اړوند خصوصي سکتور ته د پانګونې جلبولو په خاطر لږ تر لږه تر دوو کلونو پورې د هغه د تولید اجازه په پام کې ونیول شي او د اړوندو تقنیني اسنادو د تعدیل د اړتیا پر مهال دې، د تعدیل طرحه وړاندیز او پړاوونه دې بشپړ کړي.

دغه راز د جمهوري ریاست دویم مرستیال، کابل ښار کې د کرونا ویروس خپرېدو د پراختیا او ګرځبندیز وضع کولو طرحې ته د کابل ښاریانو د نه پاملرنې په اړه موجوده اندېښنې څرګندې کړې وې ویل، د اطلاع رسولو په برخه کې باید لازمه پاملرنه او دقت وشي.

کابینې د کابل ولایت په سطحه کرونا ویروس سره د مجادلې کمېټې ته دنده وسپارله چې تر سبا دې خپله پیشنهادي طرحه د حکومت رهبري غونډې ته وړاندې کړي، ترڅو د کابیني د مخکېنۍ پرېکړې مطابق لازم تدابیر ونیول شي. همدارنګه یې د کرونا ویروس خپرېدو د وقایې او مخنیوي په خاطر د عامه پوهاوي دولتي کمېټه موظف کړه چې د ویاندویانو له لوري د اطلاعاتو وړاندې کولو د توحید په خاطر مناسبه تګلاره ترتیب او اجرا کړي.

همداراز د جمهوري ریاست دویم مرستیال د هیواد ولایتونو ته له سرحدونو څخه د راستنېدونکو د انتقال په اړه د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي اضطراري کمېټې طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه څرګنده کړه، هیواد ته د مهاجرینو له راتګ څخه د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او له ایران څخه دراستنېدونکو د مدیریت، د هغوی د روغتیایي وضعیت ته په کتو راستنېدونکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو؛ پر کرونا ویروس د اخته کېدو او مخنیوي د لارو چارو په اړه د دوی د پوهاوي سطحې لوړولو او له بېلابېلو سرحدي نقطو څخه د هغوی اړوندو ولایتونو ته د راستنېدونکو د خوندي او اسانه لېږد په خاطر دغه طرحه ترتیب او د تطبیق په موخه یې ممکنه انتخابونه په پام کې نیول شوی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې لومړنی پیشنهادي انتخاب تصویب کړ او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال تر څار لاندې یې د ماليې، ترانسپورټ، عامې روغتیا، مهاجرینو چارو، بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونه، د ملي امنیت او سیمه ییزو ارګانونو اداره موظف کړل چې د غونډې د یادونو مطابق د یاد انتخاب د مدیریت او عمل طرحه ترتیب او اجرا کړي.

همدا راز د بهرنیو چارو وزارت سرپرست موظف شو چې په دې برخه کې شته اندېښنې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره شریکي او په اړه یې لازم اقدامات وکړي.

ورپسې د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۹ کال په بودجوي کوډونو کې د تعدیلاتو طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د دغه تعدیل مطابق په عادي بودجه، د ورازتونو په اختیاري انکشافي پروژو او احتیاطي کوډونو کې تنقیصات راغلي او د غنمو د پېرلو لپاره د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د ولایتونو په انکشافي وجوه کې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مشخص کوډ او په هرات، نیمروز او کابل ولایتونو کې د روغتونونو جوړولو په خاطر د چارو ادارې لوی ریاست بودجې ته ورزیات شوي دي. کابینې یاده طرحه تائید کړه.

وروسته د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رییس، په زندانونو کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه د محبوسینو د تراکم کمولو لپاره د اړتیا رفع کولو په خاطر د ۷۰،۶۴ میلیون افغانیو د تامین غوښتنه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، یاد مبلغ ته د ودانیو چمتو کولو او په زندانونو کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر د محبوسینو تر منځ د فاصلې د ایجاد او توکو او وسایلو د تامین په خاطر اړتیا ده.

کابینې د مالیې وزارت موظف کړ چې ۷۰،۶۴ میلیون افغانۍ دې د کورنیو چارو وزارت له بودجې تعدیل او د ودانیو اماده کولو په خاطر د ملي انکشاف شرکت ته انتقال کړي، ترڅو عاجل اقدامات وشي.

د غونډې په بله برخه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د حضوري روزنې د بدیل الکترونیک طریقه غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه، په روزنیز فرصت د رامنځته شویو نامناسبو شرایطو بدلولو ، د حضوري ټولګیو په نشتوالي کې د الکرونیکي روزنې تطبیق، د تحصیلي بنسټونو د محصلینو بوختول او دهغو د ترتیب ټول اړوند موضوعات د دغې طرحې موخه ده، د طرحې د اجرایي کېدو لپاره کړنلارې په پام کې نیول شوي او همدا راز یې د اړتیا وړ بودجه هم ترتیب شوی ده.

کابینې د تحصیلي بنسټونو د درسي ممد په توګه یاده طرحه تصویب او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه د اړتیا وړ بودجه برابره او د بودجې د کمبود په صورت کې د نیمايي کال ارزونه کې د دغه وزارت د بودجې زیاتولو اقدام وکړي.

همدا راز یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت موظف کړ چې د لوړو زده کړو وزارت او د مخابراتي چارو د تنظیم ادارې (اترا) په همکارۍ له مخابراتي کمپنیو سره د نکسا سیستم (NEXA) څخه د استفادې پر څرنګوالی په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د خدمتونو وړاندې کولو او برابرولو د اسانتیا د ایجاد د څرنګوالي په پام کې نیولو سره، تفاهم وکړي.

 وروسته د والیانو په استازیتوب د ننګرهار والي چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې غونډه کې ګډون درلود په خپلو خبرو کې د کابینې په غونډه کې والیانو ته د زمینې برابرولو مننه وکړه او هیوادوالو ته یې د اطلاع رسولو، د راستنېدونکو هیوادوالو د قرنطین د عمل پلان، په دغه ولایت کې کرونا سره د مبارزې په خاطر د مرستې صندوق ایجاد، د کامې ولسوالۍ د ولسونو له لورې د دغې ولسوالۍ د اړمنو د ملاتړ او د جمهوري ریاست عالي مقام د وروستي فرمان پر بنسټ د زندانیانو د خلاصون بهیر د چټکتیا په اړه معلومات ورکړل.

د ننګرهار والي د ماليې وزارت له لورې ولایتونو ته د تخصیص په اجرا کې د عمل د چټکتیا، وطنوالو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې د جلا ظرفیتونو د ایجاد، کرونا ویروس سره د مبارزې او نورو ولایتونو ته د تفریح په خاطر د دولتي کارکوونکو د تګ راتګ د مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وکړل.

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د ننګرهار او ټولو والیانو د کړنو د ستایلو پرمهال د کامې ولسوالۍ د ولسونو له لورې د دغې ولسوالۍ له اړمنو خلکو سره د مرستې په خاطر د کامې د ولسونو قدرداني وکړه او د مالیې وزارت سرپرست یې موظف کړ چې هره ورځ دې ولایتونو ته د مالي وجوه د لېږد څرنګوالی وڅاري؛ همدا راز یې عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې د مرکز او ولایتونو په کچه دې کرونا ویروس سره د مبارزې برخې او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو دڅرنګوالي د مدیریت لپاره په جلا ډول خپل وړاندیز ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

کابینې همدا راز د وزارتونو او دولتي ادارو رهبري موظفه کړه چې خپلو اړوندو کارکوونکو ته جدي لارښوونه وکړي چې دکرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر ګاونډیو ولایتونو ته د تفریح لپاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي، له هغې پرته به ورسره تادیبي چلند وشي.#    

 

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن غرمه د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چاروله  وزیر  ډاکټر محمد جواد ظریف سره ټلیفوني خبرې وکړې.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریود کرونا ویروس  پر خلاف د مبارزې، سیمه ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او له ایران څخه د افغان مهاجرینو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالي مفصلي خبرې وکړې.

ډاکټر محمدجواد ظریف، جمهوررییس غني ته ډاډ ورکړ  هیواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران اسلامي جمهوریت کې میشت دي او په کرونا ویروس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

همدارنګه په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر سیاسي اوضاع هم دوستانه بحث او خبرې وکړې.#

 

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز د ملي امنیت ریاست په دغه ولایت کې د مهماتو د یوې زېرمې د کشف خبر ورکړ. باختر آژانس د کندز د ملي امنیت د دفتر د خبرپاڼې له خولې خبر را کړ چې کندز ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتوکې د دغه ریاست د منسوباينو په عملیاتوکې د وسله والو طالبانو د مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه . هغه زیاته کړه چې له دې زېرمې څخه یوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي. د یو بل خبر له مخې: پولیسو یو سړی د کندز د امام صاحب بندر ته څېرمه په یو سرای کې د یومازدا ډوله موټرد غلا کولو په وخت کې ونیو. د کندز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري وايي: د موټر د خاوند د ادعا له مخې دوه کاله مخکې د هغه موټر د کابل له قره باغ ولسوالۍ څخه غلا کړی شوی و. ختم/ع

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو په دره صوف ولسوالۍ کې د وسله والو طالباتنو بريد تېره شپه په شا وتمبول شو او دغې ډلې ته د سر زيان واوښت. د سمنګانو د ولايتي شورا رييس رازمحمد د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د سمنګانو د دره صوف ولسوالۍ په چهارمغزک او روم کليوکې د وګړني پاڅون کوونکو پر امنيتي پوستو د طالبانو په بريدونو کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ١١نور يې ټپيان شول. هغه زياته کړه: په پېښوکې درې پاڅون کوونکي شهيدان او پنځه نوريې ټپيان شول. پاى \ ذ

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو او دغې ډلې ته د سر زيان واوښت. د ٢٠١سېلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي باختر آژانس ته وويل: يوي ډلې وسله والو طالبانو د نورستان د وانت وايګل ولسوالۍ په مربوطاتوکې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بريد وکړ چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول. هغه زياته کړه: په پېښه کې يو وسله وال طالب ووژل شو او څلور نوريې ټپيان شول. هغه وويل: د وسله والو طالبانو په ډزو کې يو ملکي وګړى ټپي شو. پاى \ ذ

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر درې وسله وال طالبان تېره شپه په لغمان کې له پوځيانو سره په نښته کې ټپيان شول. د٢٠١سېلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي باختر آژانس ته وويل: دغو وسله والو طالبانو د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ په غازي آباد سيمه کې د سيمه ييز پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې د امنيتي پوستې د منسوبينو له غبرګون سره مخ او ټپيان شول. د يو بل خبر له مخې: د٢٠١ سېلاب قول اردو د ماين پاکۍ ټيم ٢ ماينونه د لغمان د اليشنک ولسوالۍ له مربوطاتو څخه کشف او شنډ کړل. پاى \ ذ

کابل/ د وري١٩ مه/ باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري. د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د وري په ٢٠ مه د چهارشنبې په ورځ، ٣٠ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري. په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه د تضمین په ډول نه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي. د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. پاى\ ذ

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کرونا ویروس د خپرېدود مخنیوي لپاره د لګول شوي قرنطین په حالت کې تر ټولو زیانمنونکي هغوی دي چې ثابت عاید نه لري او د ځان او کورنۍ د ډېرو عادي او ړومبنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مجبور دي چې هره ورځ کار وکړي. همدا اوس هم په کابل کې او هم په نورو ولایتونو کې د خلکو شکایت پورته شوی دی او وايي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د جمهوررییس په سپارښتنه باید ټولو هغو ته چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، مرستې ورسول شي. څه چې د مرستو د رسولو په بهیرکې سترارزښت لري، هغه د یو روڼ او هر اړخیز میکانیزم رامنځ ته کول دي، داسې میکانیزم چې د هغه په رڼا کې مرستې ټولو ته ورسېږي او هېڅوک دا فرصت و نه لري چې له دغو مرستو ناوړه ګټه واخلي. د باختر آژانس مفسر د مرستو د عادلانه وېش لپاره د یو روڼ میکانیزم د رامنځ ته کولو پر اړتیا بحث کړی او لیکي: له هر ډول شک پرته افغانستان اوس له ډېر کړکېچن او حساس پړاوه تېرېږي. کرونا ویروس نه یوازې خلک تر یو راز روحي فشار لاندې نیولي دي، بلکې د هغوی پر عادي ورځنیو چارو یې هم سیوری کړی دی. په دغه راز حالت کې د بېوزلیو لاسنیوی په کار دی، له هغوی سره هر اړخیزو مرستو ته اړتیا ده. دلته باید یو ټکی ښه په زغرده ووایو او هغه دا چې که له بېوزلیو سره مرسته ونه شي، نو دا خپله هم د کرونا ویروس د خپراوي او نورو ګڼو ستونزو سبب کېدای شي. حکومت د مرستو لپاره پوره امکانات برابر کړي دي او جمهوررییس هم پر خلکو د مرستو د وېش امر کړی دی، خو له بده مرغه موږ دقیقه او رڼه احصائیه نه لرو، موږ نه پوهېږو چې هره کورنۍ څومره عاید لري او له کومه دا عاید تر لاسه کوي، هره کورنۍ څو غړي لري او داسې نور اړین معلومات. موږ په دې برخه کې روښانه تصویر نه لرو. اوس د مرستو په وېش کې د ګذر د وکیلانو د معلوماتو پر بنسټ، د مستحقينو نوملړ برابرېږي. له بده مرغه یو شمېر منفعت غوښتونکي عناصر له اوسني کړکېچن حالته هم غواړي چې ګټه پورته کړي او خپل جېبونه ډک کړي. دوی داسې خلک هم د مستحقینو په نوملړکې نیسي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا نه لري او ګوزاره یې روانه ده. د دې خبرې مانا دا ده چې دوی د نورو مستحقینو حق خوري او دا نه له انساني پلوه جواز لري او نه هم له دیني او اخلاقی پلوه. غوره دا ده چې حکومت په دې برخه کې غوڅ اقدامات تر لاس لاندې ونیسي او د مرستو د وېش لپاره یو هر اړخیز روڼ میکانیزم جوړ کړي. همدارنګه ډېره اړینه ده چې په هره ناحیه کې او هم په هر ګذر کې د زړه سواندو خلکو او په تېره بیا ځوانانو او مېرمنو په نوښت او ګډون د مرستو د عادلانه وېش ډلې جوړې شي او همدا ډلې هم د مستحقینو نوملړ برابر کړي او هم د مرستو د وېش بهیر وڅاري. پر بلې وینا، د مرستو د وېش بهیر باید د خلکو تر مستقیم څار لاندې ترسره شي او په دې برخه کې د هر ډول ناوړې ګټې اخیستو مخه ونیول شي. پاى/ن.ش

کابل / د وري ١٩مه / باختر د مالیې وزارت رهبرۍ پرون په دغه وزارت کې د خبري کنفرانس له لارې د دغه وزارت د ساختاري بدلولونو، د ملي عوایدو راټولولو د وضعیت، د پراختیایې بودجې د لګښت، له کرونا سره د مبارزې پر وړاندې د مالیې وزارت د کړنو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو رسنیو ته معلومات وړاندې کړل. د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان حکومت د نوري رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه چې نوموړي چې ته یې د هېواد مالي چارو مسوولیت سپاره او وویل:" له ولسمشر څخه مننه کوم چې موافقه یې وکړه څو هېڅ یوه اداره له دغه وزارت څخه جلا نشي. هغه زیاته کړه چې د پخوا په څېر به د مالیې وزارت ټولې ادارې د دغه وزارت تر چتر لاندې وي او مالیې وزارت به ولسمشرۍ عالي مقام او ملي شورا ته د ټولو ادارو د همغږۍ او راپور ورکولو مرجع وي." په دغه کنفرانس کې ارغندیوال ژمنه وکړه چې له اداري فساد سره به جدي مبارزې ته دوام وکوي. نوموړي زیاته کړه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان وضعیت د نړۍ اکثرو هېوادونو په پرتله ښه دی، موږ له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره پوره چمتووالی لرو او زموږ هڅه دا ده چې په برخه کې د نړیوالو شریکانو او بنسټونو مرستې هم جذب کړو. د مالیې وزارت سرپرست وویل: موږ هڅه کوو چې خصوصي سکټور پیاوړی کړو څو ملي اقتصاد وده وکړي. د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب ځدراڼ وویل چې د مالي کال له پیله تر اوسه پورې د حکومت په کچه موږ توانیدلي یو چې ۹ سلنه پراختیایې بودجه او ۲۲ سلنه عادي بودجه مصرف کړو چې د ټولې بودجې ۱۸ سلنه جوړوي. هغه زیاته کړه چې د کرونا ویروس د خپریدو لپاره د هېواد وضعیت په ستونزمن حالت کی دی. د هېواد لوی ولایتونه د قرنطین حالت کې دي او زموږ پرېکړه دا ده چې په اوسني وضعیت هغه پروژې چې د اجرا وړ نه دي بودجه یې د کرونا ویرس پر وړاندې مبارزې ته ځانګړې کړو. ځدراڼ وویل چې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکومونو له مخې؛ تر اوسه ۶.۶ میلیارده افغانۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړي شوي دي. همداشان د کابینې له پرېکړې سره سم، ۱.۵ میلیارده افغانۍ ولایتونو ته ځانګړې شوي دي او په دې اړه ټول راتلوونکي پلانونه هم ترتیب شوي دي. د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عیسی قدرت وویل چې د کرونا ویروس د ملي عوایدو راټولیدو باندې منفي اغیزه کړی، د مالي کال له پیل څخه تر اوسه مو ۵۵.۱ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي دي چې د ټاکل شوي هدف په پرتله شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانۍ (۱۵سلنه) کموالی ښیې. هغه وویل: زموږ لومړنۍ وړاندوینه دا ده که اوسنی وضعیت همداسې دوام پیدا کړي؛ د مالي کال تر پایه به ۱۵۳ میلیارده افغاني ملي عواید راټول کړو. د مالیې وزارت د پالیسۍ معینې ناهید سرابي وویل: "په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپریدو سره هم له نېکمرغه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې پر خپل ځای دي. هغې زیاته کړه چې د کرونا ویروس نه دی توانیدلی د افغانستان په اړه د پراختیایې مرسته کوونکو کنفرانس تر اغیز لاندې راولي او ټاکل شوی ده یاد کنفرانس د ۲۰۲۰ کال په پای کې د فنلند په کوربه توب په جینیوا کې جوړ شي. د کنفرانس په پای کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل شول. پاى/ ذ

Page 1 of 8677