16 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تعلمی
کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : تحصيلي بورسونو ته د ملي اردو د شهيدانو او معلولينو د بچيانو د معرفي کولو په مقصد د ملي دفاع وزارت خبرتيا د ملي دفاع وزارت په پام کې لري چې د ملي اردو د معززو شهيدانو او معلولينو د کورنيو بچيان د تحصيلي بورسونو له لارې له هېواد څخه بهر د دوى د لوړو زده کړو د دوام او بشپړولو په مقصد هر اړخيزه مرسته وکړي. له همدې امله د ملي اردو د معززو شهيدانو او معلولينو ټولو کورنيو ته خبر ورکول کيږي چې خپل بچيان دې د پوهنتونونو له تحصيلي سندونو او يا د دولتي او خصوصي لېسو د فراغت له سندونو پېژندپاڼې او له وثيقو سره چې د هغوى د شرايطو واجديت تثبيت کړاى شي، د کابل ښار په دويم مکروريان کې د ملي دفاع وزارت د ستردرستيز د کادر او پرسونل رياست د شهيدانو او معلولينو په معاونيت کې د نوم ليکنې په مقصد معرفي کړي. د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د٠٢٠٢٦٣٢١١٤ شمېرې ټېلېفون سره دې اړيکه ونيسي. پاى \ج \ذ

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه :  
په دايکندي ولايت کې د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
د دايکنډي د پوهنې رئيس رحمت الله سيرت دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د دايکنډي ولايت د مرکز نيلي ښار د بر ميش ښوونځي د ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه ۲۷ ميليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې په ودانۍ کې يې اته درسي خوني، د انګړ ديوال او نورضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
د دغه ښوونځي مدير شيرعلي وويل چې اوس د دغه ښوونځي زده کوونکي په پرانستې فضا او تر ونو لاندې په زده کړې بوخت دي چې د ودانۍ په جوړېدو سره به د نجونو او هلکانو په ګډون د ۲۵۰ تنو زده کوونکو ستونزې لرې شي.
پاى \ ج\ ذ

 

کابل باختر دلړم  نولسمه :
د ملکي هوايي چلند انستيتوت د رياست خبرتيا
د ملکي هوايي چلند د انستيتوت رياست د هوايي چلند د کدرونو د روزنې لپاره د١٣٩٨تعليمي کال د يوې دوه کلنې دورې لپاره محصل مني.
د هېواد د مرکز او ولايتونو مينه وال کولاى شي د نوي تعليمي کال په ځانګړې آزموينه کې د ګډون په مقصد د نوم ليکنې او د شموليت کارت د اخېستلو لپاره د روان کال د مرغومي د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې د سهار له نهو بجو څخه له غرمې وروسته تر درېيو بجو پورې له دوو عکسونو، د تابعيت له تذکرې او د دولسم ټولګي د فراغت له سند سره د ملکي هوايي چلند انستيتوت د آزموينو د اخېستلو کميټې ته دې ورشي.
د آزموينې په بهيرکې د شموليت په مقصد د انګليسي ژبې د مقدماتي آزموينې اخېستل شرط دى.
د مينه والو عمر له ۱۸ کلونو څخه تر  تر۲۴ کلونو پورې وي؛ له انګليسي ژبې سره تر) Level 3 ( پورې بلدتيا ولري؛ له بشپړې روغتياڅخه برخمن وي او د درې کلنو نمرو اوسط يې په سلوکې له ۷۵ څخه لوړ وي .
د کانکور آزموينې وخت او ځاى د شموليت په کارت کې ليکل شوي دي.
  ختم_ ج _ اکرم

کابل \باخترد لړم دمياشتې١۹نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د دایکنډي ولایت له استادانو او ښوونکو سره وکتل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې سید انور سیرت او برلاس د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د تحصیلي او تعلیمي برخو په ځانګړي ډول د نوي پوهنځي د ایجادولو، زېربناوو، د ښوونځیو د ودانیو د کموالي، د ښوونکو د ظرفیت د لوړولو، نجونو ته د لیلیې او د دایکنډي د لوړو زده کړو په تحصیلي موسسه کې یې د ماسټرۍ د ایجاد په برخو کې خپل ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د خپلو بچیانو پوهنې ته یې د دایکنډي ولایت د خلکو له پاملرنې مننه و کړه وې ویل، د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې زموږ برنامې نتیجه محوره دي.
هغه زیاته کړه، تحصیلي رشتې باید د ولایت د شرایطو برابرې وي، ترڅو د لاسي صنایعو او بادامو د سوداګرۍ په برخو کې ممدې واقع شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخه کې د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت پلان لري او ښوونځي د ولسي تړون برنامې له لارې جوړېږي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه: د ښوونکو بایومتریک پېلېږي چې وکولای شو ښوونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو، دغه راز سږ کال په هر ولایت کې یو تخنیکي ښوونځی او په راتلوونکي کال کې په ټولو ولسوالیوکې یو یو تخنیکي ښوونځی جوړېږي.#
پای - ج

Page 1 of 271