23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ممتاز او خلاق زده کوونکي هڅول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د زمري  ٢٥مه
د پوهنې وزارت مشرتابه  د ښوونځيو ممتاز او خلاق زده کوونکي د ستاينليکونو په ورکولو سره  له معنوي پلوه  هڅوي.
د باختراژانس د خبرله مخې،  د پوهنې وزارت دغه تصميم د رياليو زده کوونکو د وړتيا د ودې او غوړېدو او په هېواد کې د ښوونې او روزنې د کيفيت  د ودې په موخه  نيولى دى.
  دغه راز  د پوهنې وزارت  د هېواد  د مرکز او ولايتونو د پوهنې  ټولو رياستونو ته لارښوونه کړې ده چې بريالي زده کوونکي په نښه کړي  او د هغوى د هڅونې او د وړتيا د درناوي په خاطر يې مرکز ته وروپېژني.
د پوهنې وزارت  مخکې له دې په ښوونځيو کې  د زده کوونکو  د روحيې د کمزورتيا  د مخنيوي په مقصد د نمرو او د الفبا د تورو پربنسټ د حاضري په فهرست کې د هغوى دنومونو د ليکلو او د ويښتانو د خريلو د بندولو او د تاوتريخوالي د منع کولو او له زده کوونکو سره د ناوړو چلند د بندولو  پربنسټ د زده کوونکو د ډلبندۍ په ګډون اصلاحي اقدامات ترسره کړي دي.
  ختم- ف _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.