26 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتیا کې د حسن خېلو عالي لېسې ته ودانۍ جوړېږي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۱ / باختر
د پکتیا احمد خېلو ولسوالۍ کې د حسن خېلو عالي لېسې ته د ۲۷ میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.
ځايي چارواکي وايي چې د احمد خېلو لېسې ودانۍ چارې څه موده مخکې پیل شوې وې، خو په نیمايي کې پاتې شوې وې، اوس یې پاتې چارې بشپړېږي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې یادې  لېسې اته دورې فارغان ورکړي، خو له دې  وړاندې یې ودانۍ نه لرله او زده کوونکو به یې تر شنه اسمان لاندې او یا هم په خېمو کې زده کړې  کولې.
د یادونې وړ ده چې یاده ودانۍ د ښار جوړولو وزارت په مالي لګښت جوړېږي چې چارې به یې په راتلونکي کال کې بشپړې شي.
پای/وصال

Last modified on Tuesday, 22 September 2020 08:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.