17 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

دقندهار ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : اته تنه وسله وال طالبان...

په  زابل کې  د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په زابل کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

دقلات ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : شپږ تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بغلان خلکو ته د کانګو ناروغۍ په باب پوهاوي ورکول کيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه :
د بغلان د عامې روغتيا رياست د کانګو ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په مقصد پراخ تبليغات په پام کې نيولي دي .
د باختر آژانس  د خبريال د خبرله مخې: دغه تبليغات  په دغه ولايت کې درسنيو له لارې  عامه پوهاوي د ناروغۍ دعلايم او نښو دپيژندنې لپاره ترسره کيږي  .
د بغلان د عامې روغتيا مرستيال ډاکتر عبدالحکيم  غفاري وويل چې ددغې ناروغۍ د احتمالي ناروغانو لپاره د عامې روغتيا رياست اقدامات په پام کې لري ترڅو د افرادو په درملنې کې اقدام وکړي .
ده وويل چې د بغلان د عامې روغتيا رياست په پام لري کې چې په څوارلسو ولسواليوکې په لومړي ګام کې د خنجانو او د مرکزي بغلان د ولسواليو اوسيدونکو ته تبليغاتي ډلې واستوي چې د دغو سيمو اوسيدونکو ته د دغې ناروغۍ د مخنيوي په اړوند پوهاوي ورکوي .
   د کانګو ناروغي يوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده چې له څارويو څخه انسانانو ته خپريږي او بايد په وخت سره تشخيص او درملنه يې وشي .
  ختم_  سعيده – اکرم

Last modified on Monday, 09 July 2018 13:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.