23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د کابل امبولانس او روغتیايي همغږۍ مرکز کارکوونکي تقدیر کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون مازیګرد عامې روغتیا وزارت د منسوبینوهڅې چې اړوندې دندې یې په بشپړې ريښتینولۍ او بریا ترسره کړي او پر وخت یې روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد او درملنې په برخه کې هیڅ راز هڅې نه دي سپمولي، تقدیر کړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې دولتي مډالونه او تقدیرنامې ورکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول، په پیل کې يې د جمهور ريیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د عامې روغتیا وزارت پنځو تنو منسوبینو ته د دولتي مډالونو د ورکړې په اړه د هېواد د جمهور ريیس فرمان او د دغه وزارت ۸۶ کارکوونکو ته د تقدیرنامو د ورکړې په خاطر د جمهور ريیس حکم ولوست.
وروسته جمهور ريیس غني د نورو همکارانو په استازیتوب د کابل امبولانس امر ډاکټر عالم عاصم ته د غازي میربچه خان دولتي مډال او اغلې فاطمې ته یې د خپلو نورو همکارانو په استازیتوب چې د تقدیرنامې مستحق ګڼل کېدل، تقدیرنامه ورکړه.
وروسته د هېواد جمهور ريیس دوی ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د هېواد ريښتیني بچیان په مډالونو او تقدیرناموتقدیروم.
جمهورريیس غني زیاته کړه: هره پېښه چې واقع کېږي د کابل امبولانس او د روغتیایي همغږۍ مرکز نوم اورم چې کارکوونکي یې د خطرونو په منلو سره خپلو هغو هیوادوالو ته چې د مرګ او ژوند ترمنځ لاس او پنجه نرموي، شپه او ورځ خدمت کوي.
جمهور ريیس، دوی د ملت اتلان وبلل او زیاته یې کړه، د ټول دولت، هېوادوالو او د هېواد د امنیتي او دفاعي منسوبینو په استازولۍ له تاسې د زړه له کومې مننه کوم.
جمهور ريیس په دغو دوو بنسټونو کې د ښځو حضور ته اشاره وکړه او ويې ویل، په کابل امبولانس او روغتیایي همغږۍ مرکز کې زموږ د خویندو موجودیت دا په ډاګه کوي چې زموږ هغو خویندو ته چې په تروریستي بریدونو کې ټپي کېږي، هم په موقع رسیدګي او جدي پاملرنه کېږي.
د هېواد جمهور ريیس له بین المللي همکارانو په ځانګړي ډول د ایمرجنسي روغتون او د هېواد له نورو روغتیایي بنسټونو څخه چې تل د ټپیانو د درملنې په برخه کې هڅه کوي، هم مننه وکړه.
د دغو مراسمو په پای کې د کابل امبولانس امر ډاکټر عالم عاصم د کابل امبولانس او روغتیایي همغږۍ مرکز کارکوونکو د تقدیر په خاطر له جمهور ريیس څخه مننه وکړه او ويې ویل، موږ به روغتون ته په موقع د ټپيانو د لېږد او هغوی ته د روغتیايي خدمتونو برابرولو کې له مخکې څخه لا زیاتې هڅې وکړو.
پاى\ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.