08 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

بدخشان ته له ايران څخه ستانه شوي کسان تر څارنې لاندې نيول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ د کب٨ مه/ باختر
د بدخشان اوسېدونکي چې په وروستيو ورځوکې له ايران څخه دغه ولايت ته راستانه شوي دي؛ تر جدي څارنې لاندې نيول کېږي.
د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نور خاوري باختر آژانس ته وويل چې دغه ولايت ته د کرونا ويروس د لېږدونې د مخنيوي په موخه له ايران څخه تول راستانه شوي کسان يې تر جدي څارنې لاندې نيولي دي.
هغه وويل: تراوسه د بدخشان شپږ اوسېدونکي چې د ايران له قم ښار څخه راستانه شوي دي؛ له څلورو ورځو را په دې خوا تر جدي څارنې لاندې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې تراوسه په دغو کسانوکې د کرونا ويروس هېڅ کومه نښه نښانه نه ده ليدل شوې.
خو د بدخشان د عامې روغتيا رياست د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دغه کسان تر څارنې لاندې نيولي دي.
پاى\ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.