30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د کابل د امنيې...

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د سمنګانو په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات مدني فعالان: د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره دې هڅې زياتې شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ٢٠مه / باختر
د هرات د ختيځو ولسواليو يوشمېر مدني فعالانو په يوه خبري غونډه کې له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست او مشرتابه  د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د هرات د مدني ټولنې فعال سېد اشرف سادات وايي چې دوى له کرونا ويروس سره د مبارزې او په روغتونونو په تېره بيا د دغو ولسواليو په روغتونونو کې د روغتيايي امکاناتو د برابرولو لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
هغه وويل: په اوبې ولسوالۍ کې يوشمېر روغتيايي مرکزونه تړلې دي او دغه راز هغه مرکزونه چې پرانيستې دي؛ د ماسک، دستکشې او مرکز ته د ناروغانو د لېږدونې لپاره د امبولانس په ګډون د لومړنيو روغتيايي امکاناتو او د کارکوونکو له کمښت سره مخ دي.
مدني فعالانو دغه راز دغو ولسواليو ته له ايران څخه د سلګونو راستنو شويو مهاجرينو د راستنېدو له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دغو ولسواليو ته له ايران څخه د سلګونو ځوانانو له راستنېدو او د دغو ولسواليو د څو اوسېدونکو له مړينې سره سره چې د کرونا ويروس نښې يې درلودې؛ د دغه حالت له امله زياته انديښنه لري.
دوى د هرات له روغتيايي او د سيمه ييزې ادارې له مسوولينو څخه د منابعو، روغتيايي کارکوونکو او د ګرځنده روغتيايي ټيمونو او د پوهاوي ورکولو د زياتوالي  غوښتنه وکړه.
د هرات د عامې روغتيا رياست وياند ډاکټر محمد رفيق شېرزى وايي: د هرات د سيمه ييزې ادارې او د عامې روغتيا رياست مشرتابه هلې ځلې کوي چې روغتيايي امکانات برابر کړي.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.