10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کرونا ويروس ١٢٩٠ تنه اخته کسان روغ شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ ١٣مه /باختر :
په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  په کرونا ويروس   ١٢٩٠ تنه  اخته کسان روغ شوي دي
  د باختراژانس د خبرله مخې،  د عامې روغتيا وزارت  نن اعلام وکړ چې  د ٧٧٢مشکوکوسمپلونوله ازمايښت وروسته په هېواد کې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس   ٣٠٢ نوې پېښې  تشخيصې شوي دي  او په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر  ٣٢٣٢٤تنو ته زيات شوى دى .
دغه راز  په تېرو ٢٤ ساعتو کې  په هېوادکې په کروناويروس  ١٢٩٠ تنه  روغ شوي دي . او  ١٢ تنه نور مړه شوي دي  چې د روغو شويو کسانو ټول شمېر ١٧٣٣١ تنو او د مړو شويو کسانو شمېر ٨١٩ تنو ته  زيات شوى دى .
  د کرونا ويروس  د  ٣٠٢ نويو پېښوله جملې څخه ٥٧ پېښې په باميانو، ٤٣پېښې په هرات،  ٣٩ پېښې په کابل ،  ٣٨ پېښې په فارياب ،  ٢٩ پېښې په بادغيس،  ٢٤ پېښې په بدخشان،  شل پېښې په سمنګانو،  ٢٠ پېښې په پکتيا،  ١٢ پېښې په  غور،  ٩ پېښې په تخار،  درې پېښې په  قندهار، درې پيښې په بلخ ،   دوه پېښې په لوګر، او يوه يوه پېښه  په نورستان، کونړ او پروان ولايتونو کې ثبتې شوې دي .   ختم _ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.