26 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سره مياشت د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره پر خلکو صابون وېشي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
د سرې مياشتې عالي ټولنې د روغتيايي لارښوونو رعايتولو ته د کورنيو د هڅولو لپاره پر خلکو د صابون د وېش بهير پيل کړى دى.
ټاکل شوې ده په کابل او يوشمېر نورو ولايتونو کې پر لسګونو زرو کورنيو د لاسونو د مينځلو صابون ووېشل شي.
سره مياشت هلې ځلې کوي چې په دې کار سره په افغانستان کې د کروناويروس  د خپرېدو مخه ونيسي.
دغه پروګرام له کابل څخه پيل شوى دى.
د سرې مياشتې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې د دغه بنسټ رضاکاران په کابل کې پر زرو کورنيو د لاس مينځلوصابون وېشلي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه بهير په يوشمېر نورو ولايتونو کې هم دوام لري.
ختم -ج -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.