16 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه طالبان په دايکنډي کې ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : پنځه تنه وسله وال طالبان...

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دسترې محکمې عالي شورا نن...

پنځه ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل \ باختر\ د تلې د مياشتې ٢٤مه: مرکزي بانک (٢٢)...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پاکستان دافغان مهاجرانو دايستلو بهير وځنډاوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
دافغان مهاجرانو راستنيدل دپاکستان ددولت له خوا تمديد شول
  دپاکستان دولت يوځل بيا  په جبري توګه دافغان مهاجرانو دايستلو مهلت تمديد کړ .
دپاکستان دصدراعظم  دفتر وايي  ددغه هېواد راتلونکي دولت به چې دجولاى دمياشتې له انتخاباتو وروسته رامنځته کېږي   په دې باب تصميم ونيسي .
دپاکستان حکومت دوه ورځې مخکې اعلام وکړ چې په جبري توګه دڅه دپاسه دوو مليونو تنو افغان مهاجرانو دراستنولو مهلت يوځل بيا تمديدوي  . 
په هغې اعلاميه کې چې دپاکستان دصدراعظم  ددفتر له خوا خپره شوې  ده  فدرال کابينې پتيلې ده چې په هېواد  کې دميشت شويو  مهاجرانو استوګنې  مهلت ددريو نورو مياشتو لپاره تمديد کړي .
په دې اعلاميه کې  دغه راز ټينګار شوى دى چې په دې برخه کې تصميم نيونه دپاکستان دراتلونکي حکومت مسووليت دى چې دجولاى دمياشتې دپنځه ويشتمې نيټې له  انتخاباتو  وروسته به رامنځته شي .
مخکې  له دې دپاکستان حکومت دمارچ په مياشت کې افغان مهاجرانو ته يو درې مياشتنۍ مهلت ټاکلى و  چې له دغه هېواد څخه ووځي  .
دغه مهلت ديکشنبې په ورځ بشپړيږي .
دپاکستان دولت دروان کال په پيل کې  تصميم نيولى و و چې افغان مهاجران دجنوري دمياشتې تر پاى پورې له دغه هېواد څخه وباسي .
  له هغه وخت څخه تراوسه پورې دغه مهاجران  له نامعلوم برخليک سره مخامخ دي
دپاکستان دولت په دې وروستيو  وختو کې  څلوځلې له دغه هېواد څخه دافغان مهاجرانو دايستلو لپاره مهلت ټاکلي و خو دغه تصميم  تراوسه پورې  نه دى عملي شوى .
ديادونې وړ ده  دا څويم ځل دى چې دپاکستان حکومت دافغان مهاجرانو دايستلو مهلت تمديدوي  او دمهلت  دتمديد مسئله زياتره هغه وخت طرحه کېږي  چې دافغانستان او پاکستان په اړيکو کې يوبدلون اويا سياسي  انکشاف اټکل شي .
اوس  چې دافغانستان ، پاکستان او چين ترمنځ  ددرې اړخيزو خبرو طرحه ده پاکستان دافغان مهاجرانو دراستنيدو مهلت تمديدوي  چې دځان په نسبت  باورونه ترلاسه کړي .
ديادونې وړ ده چې په افغانستان او پاکستان کې سيالستوالو اوسياسي کارپوهانو په وار وار ويلي دي چې دپاکستان حکومت له افغان مهاجرانو څخه دوسيلې په توګه زيات کاراخلي او له دغې مسئلې  څخه دافغانستان ددولت پرخلاف دفشار د وسيلې او حربې په توګه کار اخلي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Tuesday, 03 July 2018 04:34

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.