16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٤مه : پاکستان دډار اچوونکو ډلو او دافراطي...

حسينه ساپۍ : افغان ښځه  په بېلابېلو برخو کې درهبرى  او پروګرام جوړونې او دهغو دعملي کولو توان لري .

حسينه ساپۍ : افغان ښځه په بېلابېلو برخو کې درهبرى او پروګرام جوړونې او دهغو دعملي کولو توان لري .

کابل باختر دوږي ٢٤مه : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې ساپۍ په...

 دخواجه ملک سبز علي  تاريخي څلى بيا رغول کېږي .

دخواجه ملک سبز علي تاريخي څلى بيا رغول کېږي .

کابل باختر دوږي ٢٤مه : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بيت المقدس کې د نېکمرغه لوى اختر مراسم په تاوتريخوالي واوښتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بيت المقدس/بي بي سي/ باختر د زمري ٢١مه
د اسرائيلو پوليسو په بيت المقدس ښارکې له هغو فلسطيني لمونځ کوونکو سره چې د نېکمرغه لوى اختر په مراسموکې د ګډون لپاره په الاقصي جومات کې راټول شوي وو؛  په نښتې لاس پورې کړ او دغه نښتې په تاوتريخوالي واوښتې.
د پوليسو مامورينو د خلکو د خورولو لپاره صوتي او شوک ورکوونکي لاسي بمونه  وکارول.
زرګونه فلسطينيان د نېکمرغه لوى اختر په لمانځه کې د ګډون لپاره په الاقصى جومات کې راټول شوي وو.
اسرائيلي رسنيو خبر ورکړى و چې يوشمېر مسلمان لمونځ کوونکي او دغه راز هغه يهوديان چې د عبادت لپاره دغه ځاى ته ورغلي وو، ټپيان شوي دي.
يوې ډلې يهوديانو هم هڅه وکړه چې د عبادت لپاره د حرم شريف يا د معبد غره ته  لاړ شي چې د الاقصى جومات هم په دغه ځاى کې موقعيت لري.
ختم- ف- اکرم

Last modified on Tuesday, 13 August 2019 16:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.