26 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په امريکا کې د اولګيدنې له امله د استوګنې په زرګونه کورونه وسوځول.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-واشنګتن  /دوږي ٢١مه / باختر:
د امريکا په کاليفورنيا واشنګتن او اوريګن په ايالتونوکې د اور لمبې په زرګونه کورونه وسوځول او په لسګونه زره تنه خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د کاليفورنيا ايالت مقامات ويلي دي چې د پنجشنبې په ورځ  د باد چليدل اورلګيدنه  پراخه کړه او په يوه کوچنى غرنۍ سيمه کې د دريو تنو د وژنې او دڅو تنو د سختې سوځيدنې سبب شو.
اور د امريکا  د شمال لويديځ ايالتونو په ځنګلونو کې چې په دوبى فصل کې معمول دي او له څو اوونۍ راپديخوا په څو ايالتونوکې دوام لري په زرګونه جريبه کروندې يې سوځولي دي.
په کاليفورنيا کې په روان کال کې اورلګيدنې ډيره ده د اور وژنې د کارکوونکو او مرستندويانو د هلوځلو له امله  د اورساحه کمه شوې وه  خو په تېرو دوو ورځوکې يوځل بيا اورلګيدنه زياته شوې ده .    ختم_ج_اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.