26 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جوزف ووټل: په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهاله پوځي شتون پلوي یم

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-وي او اې / د وږي ٢٨مه / باختر
متقاعد جنرال او د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان، جوزف ووټل له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې هیله څرګنده کړې ده چې د امریکا متحده ایالات به د خپلو سرتېرو یوه برخه په افغانستان کې وساتي.     
د امریکا- طالبانو د موافقې له مخې چې د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹مه لاس لیک شوه بهرني ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې پورې په بشپړه توګه له افغانستان نه ووځي.
ښاغلي ووټل له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل: د امریکا د پوځي حضور کمېدل چې اوس روان دي، د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو پايله ده، خو د هغه په وینا په سیمه کې د مختلفو تروریستي ډلو فعالیت باید له پامه ونه غورځول شي.
له دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې دا مهال په افغانستان کې د القاعده شبکې څه کم ۲۰۰ غړي فعالیت لري.
ښاغلي ووټل د ښاغلي پمپیو د څرګندونو په غبرګون کې وویل: ښاغلی پمپیو کولای شي هر څه چې فکر کوي ووایي. د القاعده په اړه ښایي دغه شمیرې سمې وي، خو هماغسې چې ټول پوهیږو په افغانستان او د اسیا په  جنوبي او مرکزي سیمو کې  بيلابيلې  تروریستي او ملیشه ډلې شته چې مونږ یې باید په هکله اندیښمن واوسو.
دغه پخوانی امریکایي پوځي وایي چې طالبان د نښتو د حل کیدو او د افغانستان په حکومت کې د سیاسي استازیتوب په لټه کې دي او که چارې د طالبانو د غوښتنې            سره سم پرمختګ ونکړي، هغوی به په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړي.
ښاغلی ووټل وایي د افغانستان حکومت هم  د امریکا او نړیوالې  ټولنې  له ملاتړ نه برخمن دی او د تاوتریخوالي د بیرته زیاتیدو په صورت کې امریکا د دې وړتیا لري چې ژر تر ژره د هغه په وړاندې عمل وکړي.
هغه وویل: مونږ د هغه په وړاندې د عاجل غبرګون لپاره ډیر زیات قابلیتونه لرو. نو           د ځواکونه کمیدل، حتمي نده چې په دې مفهوم وي چې مونږ بیرته هلته افغانستان د ستنیدو او د منابعو د لیږد توان نلرو.
د جمهور ريیس دونالد ټرمپ یو شمیر منتقدین استدلال کوي چې ښاغلی ټرمپ د طالبانو سره په بیړنۍ موافقې او د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو ایستلو سره غواړي ددې اقدام څخه د خپلو انتخاباتي موخو لپاره ګټه واخلي.
ښاغلی ووټل هم د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو ایستل او د امریکا د انتخاباتو ترمنځ اړیکه رد نکړه، خو ویې ويې یل د جمهور ريیس ټرمپ ستراتیژي  سیاسي روغه جوړه  ده تر څو د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي.
جوزف ووټل د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند او پاکستان رول ډیر مهم وګاڼه او ویې ويې یل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدل ددغو دواړو هیوادونو په ګټه دي.  هغه په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول مثبت وګاڼه او ویې ويې یل  پاکستان و چې طالبان یې د سولې خبرو ته وهڅول.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهاله پوځي شتون پلوي دی چې په وینا یې دغه ځواکونه د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې ټولو کورنیو او بهرنیو ګواښونو په وړاندې  د افغانستان نه دفاع وکړي. هغه وویل: فکر کوم  د سرتیرو اوږدمهاله شتون د امریکا د متحده ایالاتو او افغانانو څخه د ملاتړ لپاره مهم دی.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.