17 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان او ترکمنستان د همکاریو دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي د برېښنايي حکومتوالۍ په بهيرکې شامليږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي د برېښنايي حکومتوالۍ په بهيرکې شامليږي

کابل/ باختر/ دغبرګولي ٢٦مه د بايومتريک فورمو د ډکولو لارې چارې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربنا په چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی دی، نن یې د ترکمنستان د ولسمشر لومړي او یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د هرات ولایت په مقام کې وکتل.
د مالیې وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د افغانستان د ریل پټلۍ د خپلواکې ادارې رئیس، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د هرات والي، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر، د یاد هېواد د نساجۍ وزارت مرستیال، د ترکمن ګاز دولتي کنسرن مرستیال، د ټاپي نل لیکې د کمپاین رئیس، د دواړو هېوادونو سفیرانو او د یو شمېر اړوندو وزارتونو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و، دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، د نفتو او ګازو د فوسیلي انرژیو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو، د انرژۍ پروژو په لېږد لکه، د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږد یا ټاپي پروژه، د کلیفت نل لیکې له لارې په مناسبې بیې د ترکمنستان د ګازو په پیرلو، د آقینې – شبرغان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لېږدولو په پروژې او نښلونه له ۲۲۰ کیلو ولټه ولتاژ سره، د ترکمنستان له پولې تر خم اب پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه د برېښنا د مزي لېږدولو په تمدید، ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرینو ډبرو په صادراتو، د تورغونډۍ – هرات او اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ په جوړیدو، د دواړو هېوادونو تر منځ په ترانزیټي او ترانسپورټي همکاریو، د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د لاجوردو له لارې د صادراتي او وارداتي توکو په لیږدولو، د افغانستان له لارې له جنوبي آسیا سره د منځنۍ آسیا نښلول، د ریل پټلۍ سکټور په برخه کې د دواړو هېوادو په ګډو همکاریو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور په دوه اړخیزو همکاریو، له ترکمنستان هېواد څخه د ملي اردو لپاره د البسو په پیرلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې بحث او هر اړخیزې خبرې وکړې.
په پای کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغونډۍ – هرات د ریل پټلۍ د جوړیدو او د افغانستان د ریل پټلۍ د تاسیساتو رغولو په موخه د پانګونې جلبولو په برخه کې د همکاریو دوه هوکړه لیکونه د مالیې وزارت د سرپرست په شتون کې لاسلیک شول.
پای – ذ

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د مشرتابه کمېټې د موافقو د څيړنې غونډه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين ادريس زمان په مشرۍ د اړوندو ادارو د معينانو او استازو په ګډون جوړه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ادريس زمان پاکستان ته د خپل وروستي سفر په باب چې د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل دپلان په چوکاټ کې ترسره شوى و او دغه راز د افغانستان او پاکستان هېوادونو د مشرانو د کتنې په باب چې د سعودي عربستان        په جدې ښارکې ترسره شوه؛ د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړل.
وروسته د سوداګرۍ، د مهاجرينو د راستنولو چارو، عدليې او د کورنيو چارو د وزارتونو معينانو او د اړوندو ادارو استازو خپل راتلوونکي پلانونه وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د پاکستان اسلامي جمهوريت ته د هېواد د جمهوررئيس د نږدې راتلوونکي سفر پر اړوندو موضوعګانو باندې هم خبرې وشوې.
پاى \ج \ ذ

کابل/ باختر/ دغبرګولي ٢٦مه
د بايومتريک فورمو د ډکولو لارې چارې نن د مسوولينو له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ته بيان شوې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رئيس احمد ضيا انوري وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له لارښوونې سره سم، د دولت ټول کارکوونکي د شفافيت او له خيالي کارکوونکو څخه د اصلي کارکوونکو د جلا کولو په خاطر بايد د برېښنايي حکومتوالۍ په بهيرکې شامل شي.
په همدې ترتيب حشمت الله ستانکزي د فورمو د ډکولو لارې چارې کارکوونکو ته          بيان کړې.
پاى \ج\ ذ

 

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د نيمروز ولايت امنيتي ځواکونو څلور تنه د غلا په اړوند ونيول .
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول ابراهيم اميني دباختر آژانس  خبريال ته وويل: دغه کسان ددغې قوماندانۍ  له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت د منسوبینو له خوا له يوه غلا شوي موټر سره چې د زرنج ښار د هنديانو له کمپ څخه يې غلا کړى و، ونيول.
پېښه تر څيړنې لاندې ده. 
پاى\ج\ ذ

 

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د ژوندانه د چاپيريال ساتنې نړيواله اوونۍ نن په سمنګانو ولايت کې ونمانځل شوه.
دغه اوونۍ د «هوا له ککړتيا سره د مبارزې» تر شعار لاندې د سمنګانو د لوړو زده کړو موسسې له خوا د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ادارې په همکارۍ ونمانځل شوه.
د سمنګانو د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ادارې رئيس عبدالهادي عزيزي د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د څرنګوالي او د ځمکې د کُرې په کچه په راتلوونکو لسو کلونو کې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د جدي خطرونو په باب د پوهانو د اټکلونو او په هېواد کې د هوا د ککړتيا د علتونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه پروګرام د ژوندانه د چاپيريال ساتنې فرهنګ د رواجولو او د خپلو استوګنو د سيمو پاک ساتلو ته د خلکو د هڅونې په مقصد ترسره شو.
د سمنګانو د کرنې ادارې رئيس محمد رحمان ارغنديوال په تېروکلونو کې د شنو ساحو د له منځه وړلو، د ځنګلونو د غوڅولو، په څړځايونو کې د وښو د له منځه وړولو، په کرنیزو ځمکو د څړ ځايونو د بدلولو او د ژوندانه چاپيريال ساتنې ته د هغه د زيانونو په باب خبرې وکړې او له محصلانو او ځوانانو څخه يې وغوښتل چې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې په لاره کې خپل مسووليت ادا کړي.
پاى \ج\ ذ

کابل \ باختر\ د غبرګولي ۲۶ مه
مرکزي بانک (٣٠) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته لېږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د غبرګولي په ۲۷مه د دوشنبې په ورځ (٣٠) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \سعيده

 

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاالرحمن سليم نن د سولې او روغې جوړې په خبرو کې چې د «روشنا» ټولنيز بنسټ له خوا په کابل کې ترسره شوې، وويل چې طالبان د تصميم نيولو واکمني نلري.
په دې غونډه کې د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاالرحمن سليم خبرې وکړې او ويې ويل: د سولې عالي شورا په تېر يو کال کې د سولې فرهنګ د رواجولو او د سولې د ټينګښت لپاره د سيمه ييزې ملي اجماع د رامنځته کول پر اصل تمرکز کړى دى.
د هغه دڅرګندونو له مخې: طالبان هېڅکله د سولې په اړوند خبرو ته چمتو نه وو؛ ځکه هغوى د تصميم نيولو توان نلري.
هغه دغه راز په قطرکې د سولې د وران بهير او د اسانتياوو د برابرونکي په توګه د افغانستان او پاکستان په چارو کې د آلمان د ځانګړي استازي د چمتووالي هرکلی وکړ.
ده زياته کړه: د ملا غني برادر په خوشې کېدو سره داسې هيلې رامنځته شوې چې طالبان د سولې په خبروکې په واکمنۍ سره ګډون وکړي، خو دغه هيله پوره نه شوه.
په همدې ترتيب د هېواد لومړۍ مېرمن رولا (بي بي ګل) غني سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه وبلله او ويې ويل چې بايد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په خاطر زياتې هلې ځلې وشي.
د هېواد لومړۍ مېرمن له افغانانو څخه وغوښتل چې د سولې په بهيرکې فعال رول ولوبوي .
هغې د غونډې ځوانو برخه والو ته په خطاب کې وويل: تاسي ځوان نسل بايد هلې ځلې وکړئ، څو سوله ييز راتلوونکي ولرئ او زه باور لرم چې د سولې په ټينګښت کې  ستاسو رول ضروري دى.
رولاغني زياته کړه: موږ پياوړې، تل پاتې او ټولو ته د منلو وړسوله غواړو.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور هم د سولې او د سولې په اړوند د خلکو د غوښتنو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: په تدبير او د تېرو اتلسو کلونو د برياليتوبونو په ساتلو سره د سولې غوښتنه کوو او بايد  د افغانستان خلک د سولې په مرکزکې ځای ولري.
د بشر د حقوقو د کميسيون مرستيال ايوب اصيل وويل چې د بشر له حقوقو پرته سوله تلپاتې نه ده او د سولې نشتوالى په افغانستان کې د بشر د حقوقو تامينول له چلنج سره مخامخ کړي دي.
ده وويل: د ١٣٨٨ کال له پيل څخه تر١٣٩٧ کال پورې ۷۵ زره ۳۱۶ تنه ملکي وکړي په روانو جګړو کې وژل شوي او يا ټپي شوي دي.
ده زياته کړه: د هغې سوله بنسټ چې د بشر د حقوقو په نقضولو کيښودل شي؛ دوام  ناشونی دی.
وروسته د «روشنا» ټولنيز بنسټ رئيس احمد خالد حيدري او حقوقپوه سبحان مصباح هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې.
پاى\ج\ ذ

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د غور ولايت پوځي مسوولين وايي چې د فراه ولايت مرکز ته څېرمه د غلمين په کلي  کې د وسله والو طالبانو پر يوه جيل د کوماندو ځواکونو د عملياتو په پايله کې د هېواد  درې تنه پوځيان چې د وسله والوطالبانو په بند کې وو، آزاد شول.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د فراه ولايت يوه پوځي مسوول وويل چې ددغو عملياتو په پايله کې چې تېره شپه ترسره شول؛ د جېل ساتوونکي وتښتيدل او درې تنه پوځيان چې له څه مودې را په دېخوا په جېل کې بنديان وو، له يوشمېر ملکي وګړو سره چې وسله والو طالبانو په بېلابېلو پلمو هغوى نيولي وو، آزاد شول.
ويل کېږي، څه موده مخکې هم د پوځي عملياتو په بهيرکې په دغه ولايت کې يوشمېر پوځيان او ملکي وګړي د وسله والوطالبانو له بند څخه آزاد کړای شوي وو.
پاى \ج\ذ

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٦مه
د بغلان ولايت يوشمېر اوسيدونکي وايي چې په افغانستان کې د وروستيو څه دپاسه  درېيو لسيزو سياسي بدولونه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په لاره کې زموږ د نيکونو د کارنامو او سرښندنو د هيرولو سبب شوي دي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې (د زمري د ٢۸ مې) درناوى په وروستيو څه دپاسه درېيو لسيزو کې  چې په هېواد کې جګړه دوام لري، پيکه شوې ده.
د غازي امان الله خان په مشرۍ زموږ د نيکونو او پلرونو ميړانې او سرښندنې چې د افغانانو د سياسي هويت ښکارونديې دي؛ د هيرويدو په حال کې دي.
د بغلان ولايت د بنواندراب ولسوالۍ اوسيدونکى٦١کلن عطامحمد وويل: له هغو سياسي او پوځي بدلونونو وړاندې چې په تېرو څه دپاسه درېيو لسيزوکې زموږ په هېواد کې روان دي؛ د بغلان ولايت په مرکز کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه د زمري ٢٨مه، هرکال درې شپې او درې ورځې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې د تفريحي غونډو او پوځي قوتونو نندارې ته د وړاندې کولو په مټ ترسره کېدل، خو له بده مرغه له هغه وروسته دغه ورځ په بشپړه توګه هېره شوې ده.
ده له دولت څخه وغوښتل چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په نمانځې سره يو ځل بيا د هېواد د خپلواکۍ او استقلال د لارې د شهيدانو ځلانده  خاطرې د ځوانانو په ذهنونو کې ژوندۍ کړي، څو زموږ ځوانان او راتلوونکي نسل له هغه څخه زده کړه وکړي او هېڅکله ذلت ته تسليم نه شي.
د دهنه غوري ولسوالۍ يو مخور عبدالغفار د پخوانيو جشنونو د نه هېريدونکو خاطرو په يادونې سره وويل: پخوا د زمري ٢٨مه، په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خو زيات وخت کېږي چې د دغه شان جشنونو هيڅ خبر نشته او هېر شوى دى.
دى له دولت څخه غوښتنه کوي چې په شاندارو مراسمو سره د زمري د ٢٨مې په نمانځلو سره زموږ د پلرونو او نيکونو خاطرې، ميړانې او اتلوالۍ ژوندۍ کړي.
پاى \ج\ ذ

 

جلال اباد/ باختر/ د غبرګولي ۲۶ مه
د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې ۱۸ تنه له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايی چې دغه کسان تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د ننګرهار د ملي امنیت له ریاست څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه عملیات د داعش ډلې د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ترسره شویو عملیاتو په مټ به د جلال آباد ښار په ځانګړې توګه د چپرهار ولسوالۍ په امنیت کې ښه والی راشي.
ویل کېږي په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

Page 1 of 7769