17 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

دقندهار ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : اته تنه وسله وال طالبان...

په  زابل کې  د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په زابل کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

دقلات ښار \باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : شپږ تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسئولې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر/ د چنګاښ د مياشتې٢٠ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني  بلجیم ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن غرمه د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسئولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :  
په دې کتنه کې دواړو لورو په ځانګړي ډول د افغانستان د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو، حرفوي زده کړو، د ښځو د ملاتړ، تروریزم او جرمي اقتصادي شبکو سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
اغلې موګریني د جمهور رئیس غني له لوري د اوربند اعلان د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مهم ګام وباله او وې ویل، اروپایي ټولنه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ به پاتې وي.
نوموړې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سیمه ‎ییز تحرک د ایجاد، سیمه‎ ییز اتصال، ترانزیټ، اقتصادي همکاریو، لویو پروژو او سوداګرۍ د ودې په برخه کې د افغانستان د حکومت کوښښونه او لاسته راوړنې وستایلې.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د اغلې موګریني له ملاتړ څخه په مننې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او د ټاکنو بهیر د شفاف ترسره کېدو لپاره یې د بین المللي څارونکو حضور مهم وباله او ټینګار یې ورباندې وکړ.#
پای/ ذکرالله

Last modified on Wednesday, 11 July 2018 13:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.