24 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې په پار په پنجرو کې بندې کوترې فضا ته ازادې کړى شوې

جلال اباد باختر د تلې ۲ مه د ننګرهار ولایت ...

دعينکودمسو کان دلرغوني ساحې دهمغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل \باختردتلې دمياشتې٢نيټه : د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ...

په فراه کې دنشه يي توکو کارخانې له منځه يوړل شوې

نړيوالې خبري منابع \باختردتلې دمياشتې٢نيټه : ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان اواذربایجان جمهور رئیسانو په دوه اړخیزو همکاریوخبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ ٢١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني بلجیم ته د خپل سفر پرمهال پرون مازیګر په بروکسل ښار کې د اذربایجان له جمهور رئیس الهام علي اوف سره وکتل.
دجمهوررييس   دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د همکاریو د پراختیا،  د نظامي تجهیزاتو، د تېلو د وارداتو او د کانونو را اېستلو په اړه خبرې او پر دې توافق وکړ چې د دواړو هېوادونو پلاوي دې له اذربایجان څخه د تېلو د واردولو او په افغانستان کې د تېلو د ظرفیت معلوملو په اړه ګډې ناستې او مشورې وکړي.
جمهور رئیس الهام علي اوف د سولې له بین الافغاني مذاکراتو سره د ملاتړ ترڅنګ له افغانستان سره د هلیکوپترو د ترمیم په ګډون د نظامي تجهیزاتو، په افغانستان کې د تېلو د ظرفیت معلومولو او د کانونو د رااېستلو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ .
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د اذربایجان له همکاریو څخه په مننې  وویل، د افغانستان او اذربایجان ګډ تخنیکي پلاوي به د تېلو او کانونو د راايستلو او پانګونې  عملي پلان ترتیب کړي.
محمد اشرف غني  د نفتو او ګازو د را ايستلو په برخو کې د اذربایجان له تجربو څخه ګټه اخېستنه مهمه وبلله  او د دغه هېواد له جمهور رئیس څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د تېلو او کانونو  په برخه کې پانګونه وکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.