24 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې په پار په پنجرو کې بندې کوترې فضا ته ازادې کړى شوې

جلال اباد باختر د تلې ۲ مه د ننګرهار ولایت ...

دعينکودمسو کان دلرغوني ساحې دهمغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل \باختردتلې دمياشتې٢نيټه : د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ...

په فراه کې دنشه يي توکو کارخانې له منځه يوړل شوې

نړيوالې خبري منابع \باختردتلې دمياشتې٢نيټه : ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

رويترز : په افغانستان کې دامريکا ستراتيژي بيا څيړل کيږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 واشنګتن باختر د چنګاښ  ٢١
درويترز دخبري اژانس  پرون دچارشنبې په ورځ  رپوټ ورکړ .  امريکاچمتو  ده چې په افغانستان کې په خپلې ستراتيژۍ  بيا کتنه وکړي .
درويترز  درپوټ له مخې ، امريکايي مقاماتو دغه  خبرې  اژانس ته ويلي دي  دامريکاجمهور رييس  دونالد ترامپ  په افغانستان  کې  ددغه هېواد دنوې ستراتيژى په نسبت چې دتير اګست  په مياشت کې دده له خوا اعلام  شوه، ناهيلې شوى دى دمستشاري اوروزنيزوځواکونواودځانګړو ځواکونواستول  اوهم دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره دهوايي ملاتړ زياتوالى  په افغانستان کې دامريکا دستراتيژى  له  جملې څخه بلل کيدل چې موخه يې دافغانستان له دولت سره دخبرو ميز ته دوسله والوطالبانو راکښل و .
دغه رپوټ زياتوي :ترامپ  دامريکا په ديره اوږده جګړه کې دپاتې کيدو مخالف و ،خو دده سلاکارانو ده ته قناعت  ورکړ چې دې موضوع ته زيات فرصت ورکړي اوپه پايله کې يې ترامپ تيرکال افغانستان ته ددرې زره تنونوروپوځيانو له استولو سره موافقه وکړه تر دې چې په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو شمير پنځلسو زرو تنو ته ورسيد .
خو دنږدې يو کال  له تيريدو وروسته دغه دريځ  له ننګونو ډک دى په داسې ډول چې يوزيات شمير افغان پوځيان  ووژل شول وسله والو طالبانو په کليوالي  سيمه کې خپل نفوذ پياوړى کړى دى اوهم دافغانستان دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا په برخه کې ترديدونه په خپل قوت پاتې دي .
دامريکا يوزيات شمير اوسني مقامات اوپخواني مقامات اوسلاکاران په دې عقيده دى چې سپينې ماڼۍ لاتراوسه پورې په رسمي  ډول په افغانستان کې دستراتيژي  دبيا کتنې امر نه دى صادر کړى خو دوى دحکومت په کچه په راتلونکو مياشتو کې ددغې موضوع څيړنې ته چمتو دي .
يوه جګپوړي  امريکايي مقام رويترز  ته ويلي د ي له سپينې ماڼۍ  څخه  مو داسې پيغامونه ترلاسه کړل چې ددې څرګندوى دي چې ترامپ ښايي  په راتلونکومياشتوکې په افغانستان کې دواشنګتن دستراتيژى دبيا څيړنې غوښتنه وکړي او له  دې امله موږ ناڅاپي  پيښو ته چمتو يو . دغه مقام زياته کړې ده چې داوسنۍ ستراتيژى  ټول اړخونه بيا څيړل کيږي اوښايي  بيا کتنه پرې وشي له دې جملې څخه هغه پرمختګونه چې  ترسره شوي دي ، په افغانستان کې دامريکايي ځواکونودشتون موضوع له طالبانوسره دخبرو دترسره  کولو احتمال .
  په دې بيا کتنې به دغه راز له پاکستان سره دامريکا اړيکې هم شاملې شي چې امريکايي مقامات په دغه هېواد له ياغيانو سره دملاتړ تور لګوي او اسلام اباد دغه تور ردوي .
  ختم_ عطاالله_اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.