26 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي څلورمه : دتلې دمياشتې شپږمه دافغانستان...

پوهاند باوري دقندهار ولايت ته سفر وکړ .

کابل باختر د تلي څلورمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دقندهار دنارنج...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر دچنګاښ  ٢١
دسولې هڅې  هغه وخت ثمرته رسيږي چې په ټوليزه توګه دسيمې هېوادونه او نړيواله ټولنه  نه پخلا کيدونکې  ډلې تحريم کړي .
دباختراژانس سياسي مفسر ليکي : دسترو هېوادونو دځينو مقاماتو له څرګندونوڅخه داسې جوتيږي چې دافغانستان شخړه ملي،سيمه ئيزو اونړيوالوهڅوته اړتيا لري .
  په ملي کچه يې  هغه څه  ته   چې اړتيا ده ورته پاملرنه وشي  دافغانستان دخلکو ترمنځ درښتيني ملي وحدت رامنځته کول دي. په  هغه صورت کې چې دملي پخلايني اوسولې په نامه ځينې مشخصې کړى دنفاق تخم  شيندي  په دې صورت کې امکان نه لري چې په هېواد کې رښتيني  سوله تامين شي .
دفساد مخنيوي چې زياتره  کارپوهان هغه له ډار اچونې سره له جګړې څخه خطرناک  بولي .
دنشه يي توکو دتوليد ، کرکيلې او قاچاقوپه وړاندې په پراخه اوسخته مبارزه دشخصي ، ګروهي ،قومي ، تنظيمي ، ګوندي اوژبنيو  ګټوپه نسبت دملي ګټو په اړوند سياسي خبرې او دوى ته دارجحيت  ورکول  هغه  مسئلې دي  چې کولاى شي دسولې له بهير سره  مرسته وکړي خو په سيمه ئيزه کچه : که چيرې  ډار اچونه دبشريت ضد عنصر دى پوله نه پيژني دهغوى عملونه اوکړه وړه دانساني ، اسلامي اوددموکراسي دارزښتونوپرخلاف دي نو ولې په سيمه کې  داسې هېوادونه شته چې دهغوى ملاتړ کوي.
په افغانستان کې روانه جګړه  نننۍ  جګړه نه ده بلکې کلونه کلونه کيږي  چې دافغانستان خلک له دغه مصيبت سره ،لاس اوګريوان دي .که چيرې له ډار اچوونکوسره  دسيمې د هېوادونوله خوا ملاتړ نه کيده ،هيڅکله  نه شواى کولاى چې دسيمې اونړۍ  دهېوادونو په سر خوږۍ  بدل شي .
خو په نړيواله  کچه دافغانستان خلکو په وار وار طرحه کړې ده چې نه شي کيداى له ډار اچوونکوڅخه دسيمې په پوځي  اوسياسي معاملو  کې دوسيلې په توګه  کار واخلي نه شي کيداى چې دسيمه ئيزو موخو دتحقق لپاره يواځې دافغانستان خلک  د ډار اچونې پرخلاف دجګړې په لومړى کرښه کې کار واخستل شي .
په پاى کې که چيرې نړيواله ټولنه او دسيمې هېوادونه وغواړي د ډار اچوونکوټغر راټول کړي ، کولاى شي  په متحد ډول عمل وکړي . د  ٢٠٠١  کال په شان افغانستان په خوندي اوله ډار اچوونکوځواکونو اوډلو څخه په  خلاص  ځاى بدلوي  هغه څه چې په افغانستان کې يې  جګړه پيچلې  کړې ده هغه ستونزې دى چې دهېواد په دننه ، سيمه او نړۍ کې جرړې لري .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.