دولسي جرګې منشي او دمنشي نايب انتخاب نه شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
دولسي جرګې دمنشي اودمنشي دنايب څوکۍ ته کانديدانوونشو کړاى دمجلس پنځوس جمع يو رايې ترلاسه کړي او دراتلونکى اوونۍ دشنبې په ورځ به نور کانديدان سيالي وکړي .
دولسي جرګې په نننۍ غونډه کې سيدطه اوعبدالقادر قلات وال دتېرې ورځې دانتخاباتو مخکښ کانديدان وو چې دمنشي دڅوکۍ دترلاسه کولو لپاره يې سيالي وکړه خوبريالي نه شول .
دغه راز دمنشي دنايب څوکۍ د ترلاسه کولو په  خاطر دپرونيو انتخاباتو مخکښو کانديدانو نظيفې ذکي  او نعمت الله کرياب  دمنشي دنايب څوکۍ دترلاسه کولو په خاطر سيالي وکړه . چې  دواړو پنځوس جمع يو رايې ترلاسه نه کړې .
دراتلونکې اوونۍ دشنبې ورځې په غونډه کې به نوي کانديدان سيالي وکړي .  ختم_ج _ اکرم

Last modified on Wednesday, 03 July 2019 13:14
back to top