23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل ښار کې د تېرې شپې وحشیانه برید د غندلو په تړاو د مشرانو جرګې اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\ باختر \ د زمري ٢٧ مه
وینې څښوونکو ترهګرو تېره شپه د خپلو بادارانو په حکم د کابل ښار شپږمه ناحیه کې په شهر دبۍ هوټل کې د واده پرمراسمو د ځانمرګي برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا وېره او ډار خپور کړ او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون یې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
د ملي شورا مشرانو جرګه په داسی حال کې چې د یادې زړه بوږنوونکې پېښې شهیدانو لپاره د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او غمجنو کورنیو ته د صبر او زغم هيله کوي، په ملکي خلکو او په ځانګړې توګه د هېوادوالو د خوښیو په ټولنو بریدونه جنګي جنایت، بشري ضد کړنه او د اسلامي موازینو خلاف عمل ګڼي او غندي یې، همدا راز د هېواد له زړورو امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه کوي چې دغه زبون او مفسد دښمنان د هېواد په ګوټ ګوټ کې تر سختو بریدونو لاندې ونیسي او درانه تلفات ورواړوي، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې یې د هوایی او کومانډویی دقیقو عملیاتو په ترسره کولو د دښمن د کلیدي او لوړپوړو کسانو په ګډون ګڼ شمېر ترهګر له منځه یوړل.
مشرانو جرګه له حکومت څخه غواړي ترڅو د ټپیانو د درملنې په برخه کې اړین تدبیرونه ونیسي او د شهیدانو وارثانو ته دې رسیدګي وکړي او د دې ترڅنګ دې  د دغه بشري ټکان ورکوونکي جنایت ترسره کوونکي مجازات کړي.
پاى\ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.