23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

رولا غني: موږ د داسې سولې غوښتوونکي يو چې خوشحالي راوړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه
د هېواد لومړۍ ميرمن بې بي ګل رولاغني وايي، موږ ټول له جګړې څخه ستړي شوي يو او داسې سوله غواړو چې خوشحالي راوړي.
د هېواد لومړۍ ميرمنې دغه څرګندونې د يو نندارتون د پرانېستلو په غوڼده کې چې (تاريخ د ښځو له کمرې څخه )  ترعنوان لاندې  نن په کابل کې جوړ شو وکړې.
د باختر اژانس د خبرله مخې،  دغه نندارتون د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د سولې لپاره د بشر د حقوقو د رواجولو موسسې په همکارۍ جوړ شو.
د سولې لپاره د بشر د حقوقو د رواجولو موسسې رييسې  ليلا جعفري د نندارتون د پرانېستلو په غونډه کې وويل، د خپلواکۍ د درناوي په خاطر زموږ موسسې د لسو نجونولپاره دعکاسۍ درې مياشتنى زده کړه ييز  پروګرام جوړ کړى او هغوى په مسلکي ډول دعکاسۍ فن زده کړ.
هغې وويل هغوى له زده کړې وروسته  له لرغونو څلو او اثارو څخه عکسونه واخېستل چې د دارالامان ماڼۍ، د جبل السراج ماڼۍ او د پغمان ماڼۍ پکې شاملې دي چې له چاپولو وروسته يې هغه د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په خاطر نندارې ته وړاندې کړل.
هغې د سولې خبرو ته اشاره وکړه او ويې ويل رښتينې، تلپاتې او ارزښتناکه سوله هغه وخت رامنځته کېږي چې په هېواد کې د بشر حقوق پراخ بنسټ شي.
وروسته په غونډه کې د هېواد لومړۍ ميرمنې بې بي ګل رولاغني  خبرې وکړې او ويې ويل تاسو نجونې دعکاسۍ په زده کړې  سره کولاى شي ټولنې ته خدمت وکړ‌ئ.
هغې وويل: عکاسي د خپل چاپيريال او ټولنې يو شاهد دى او تاسې کولاى شي واقعيتونه دعکس په واسطه منعکس کړئ.
هغې د سولې د خبرو په باب وويل، سوله ډيره مهمه  ده اوموږ ټول له جګړې څخه ستړي شوي يو او موږ د داسې سولې غوښتونکي يو چې خوښي راوړي.
رولاغني وويل، د طالبانو په زرګونو کورنۍ په هېواد کې ژوند کوي خو ښه ژوند نه لري او هغوى سوله غواړي.
هغې زياته کړه،  موږ حاضر يو چې له طالبانو سره سوله وکړو خو هغوى ازاد نه دي او واک نه لري.
لومړۍ ميرمنې څرګنده کړه چې د سولې تامينول زيات وخت ته اړتيا لري چې بايد په دې برخه کې خبرې وشي څو خلک  قناعت وکړي او د لنډ مهالې سولې په تامينولو کې بيړه دهيچا په ګټه نه ده .
په پروګرام کې د افغانستان د ملي مشارکت د شبکې رييس عبدالله فايز او دعکاسۍ دوو تنو زده کوونکو هم خبرې وکړې .
  ختم_عطاالله _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.