23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

_ کابل\باختر\ د زمري ٢٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې او تهدیدات یې تشریح کړل.
وروسته جمهور ريیس غني د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د واده پر مراسمو تروریستي برید په کلکه وغانده او ويې ویل، طالبان د دې تروریستي برید په غندلو سره ځانته برائت نشي ورکولای ، ځکه همدوی تروریستي فعالیتونو ته زمینه برابره کړې ده.
جمهور ريیس زیاته کړه، طالبان په هېواد کې د ملکي وګړو د تلفاتو اصلي عاملین دي او زموږ خلک به هیڅکله هم د دغې پردۍ ډلې جنایتونه هېر نه کړي.
جمهور ريیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او ويې ویل، باید د تهدیدونو په ځانګړي ډول د ودونو په سالونونو او ټولو ولسي غونډو کې مخنیوی وشي، په مرکز او ولایتونو کې دې د تروریستي شبکو پر ضد عملیات زیات او د کابل امنیتي پلان دې په دقیق ډول عملي شي.
جمهور ريیس محمد اشرف غني د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې د جشن امنیتي تدابیرو ته په اشارې وویل، باید د خپلواکۍ جشن د امنیتي پلان تطبیق ته لا زیاته پاملرنه وشي.
دغه راز جمهور ريیس وویل، د وروستۍ تروریستي پېښې او نورو ټولو پېښو قربانیانو ته درناوی زموږ لپاره مهم دی او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن د نمانځنې ځانګړی کمېسیون باید د خپلواکۍ جشن په برنامو کې  بدلون راولي.
پاى\جهانيار

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.