08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د محمد یوسف غضنفر د وفات په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د غمشریکۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)


کابل/ د چنګاښ ۱۳ مه/ باختر
په ډېرې خواشینۍ خبر شوم چې د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې زما فوق العاده استازی محمد یوسف غضنفر د کرونا ناروغۍ له امله وفات شو.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد محمد یوسف غضنفر حلیم، خیرخواه، ولسي او ملي شخصیت و چې په متحد افغانستان یې باور درلود او تل یې د خپلو خلکو د خیر او کامیابۍ لپاره هڅې کولې. د هغه مړینه د هیواد او نظام لپاره یوه لویه ضایعه ده.
ارواښاد د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کارونه پیل کړي وو او ویاړم چې یو دغه ډول رښتینی او د خلکو خدمتګار شخصیت مې نږدې همکار و.

د ارواښاد په مړینې له خبرېدو سره سم مې نن شپه د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هغه له کورنۍ سره په ټلیفوني تماس غمشریکي وکړه او اړوندو مسوولینو ته مې لارښوونه وکړه چې د محمد یوسف غضنفر د جنازې د مراسمو او خاورو ته سپارلو رسمي تدابیر ونیسي.

خپل د همدردۍ او غمشریکۍ مراتب د ارواښاد له کورنۍ او د افغانستان ټولو خلکو سره شریکوم او متوفی ته د لوی الله له دربار څخه د جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر دعا کوم.

Last modified on Friday, 03 July 2020 19:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.