26 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن د ټليفوني تماس له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه خبرې وکړې.

په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهور رئیس غني د اوربند په ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل، موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو او د جمهور رئيس له بلنې څخه په مننې يې زياته کړه، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.